لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهبازتاثير تښتوؤنکو په خپله خوشی کړی، داخله وزارت


د پنجاب صوبې د وژل شوي پخواني ګورنر زوی د تښتوؤل کېدو نه نزدې څلورنيم کاله پس د نهې په ورځ د بلوچستان صوبې کچلاک سيمه کې ترلاسه شوی ؤ .
د پنجاب صوبې د وژل شوي پخواني ګورنر زوی د تښتوؤل کېدو نه نزدې څلورنيم کاله پس د نهې په ورځ د بلوچستان صوبې کچلاک سيمه کې ترلاسه شوی ؤ .

د پاکستان داخله وزارت وئيلي د پنجاب صوبې د پخواني وژل شوي ګورنر سلمان تاثير زوی شهبازتاثير تښتوؤنکو په خپله پرېښودی دی، نا چې په کومو عملياتو کې ترلاسه کړی شوی دی .

دخالي په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې د شهبازتاثير د ترلاسه کېدو په اړه رپورټ کې معلومه شوې چې هغه تښتوؤنکو په خپله پرېښودی دی .

بل لورته داخله وزير چوهدري نثارعلي خان د شهبازتاثير مېلاوېدو په اړه ورکړی شوؤ غلطو بيانونو نوټس اخستی او د هغو د پلټنو امر يې کړی دی .

د شهبازتاثير راخلاصېدو په اړه د بلوچستان صوبې پوليس چارواکو وئيلي ؤ چې د پوليس او استختباراتي ادارو په عملياتو کې هغه ترلاسه کړی شوی دی .

د پنجاب صوبې د وژل شوي پخواني ګورنر زوی د تښتوؤل کېدو نه نزدې څلورنيم کاله پس د نهې په ورځ د بلوچستان صوبې کچلاک سيمه کې ترلاسه شوی ؤ .

د شهباز تاثير د ترلاسه کېدو نه پس په دغې اړه بېلابيل خبرونه خپاره شوي وو ، او بيا د رښتياؤ معلومولو دپاره چوهدري نثار يوه کميټي جوړه کړې وه .

ځيني راپورونه وايي چې د شهبازتاثير د خوشي کېدو دپاره تاوان ورکړی شوی دی .

ولې د تاثير کورنۍ په خپله د شهبازتاثير خوشي کېدو په لړ کې تراوسه کوم بيان نه دی ورکړی .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG