لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ په سېنډرز باندې د شکاګو لاريون ګډوډولو تور لګولی


ټرمپ تور لګولی چې د شکاګو مظاهره چيان د يوې منصوبې لاندې رايوځايې کړی شوي وو .

د امريکې د ريپبلکنز ډلې د صدارتي کانديد نومول کېدو په زغل کې شامل ډونلډټرمپ د ډيموکرېټک ډلې په کانديد سېنډرز او د هغه په پلويانو تور لګولی دی چې د شکاګو لاريون يې د يوې منصوبې لاندې ګډوډه کړی دی .

ټرمپ چې په شکاګو کې يو لاريون ته وينا کوله ولې د هغې نه وړاندې د ټرمپ د پلويانو او مخالفينو ترمنځ نښته شوې او د هغې نه وروستو پوليس خلک د دغه ځايې نه لرې کړي دي .

په مظاهره چيانو کې ځينو د " برني، برني" نعرې وهلې او د سېنډرز د نوم پلی کارډونه يې پورته کړي وو .

پوليس پينځه کسان نيولي هم دي .

د آئيووا رياست په کليولېنډ ښار کې د خپل کمپائن په وخت ټرمپ د ورمونټ په سوشلست سينيټر سېنډرز پورې ټوقه وکړه او هغه يې " زمونږ کميونسټ دوست" په نوم وباله .

ټرمپ پوښتنه وکړه چې دا خلک د کوم ځايې نه راغلي او بيا په خپله ځواب ووې چې دا برني خلک دي او برني دې خپل خلک سمبال کړي .

ټرمپ تور لګولی چې د شکاګو مظاهره چيان د يوې منصوبې لاندې رايوځايې کړی شوي او د هغه په وينا د دويې نه د ازادۍ د اظهار هغه حق په مبينه توګه وتروړل شو کوم چې دوې ته په ائين کې ورکړی شوی دی .

سېنډرز د خالي په ورځ يو بيان کې د دې خبرې نه انکار کړی چې د هغه لخوا د احتجاج انتظام شوی ؤ او هغه په ټرمپ د سختو بيانونو تور لګولی دی .

سېنډرز وئيلي د ټرمپ په لاريون کې د تشدد علت د هغه په وينا " يو داسې کانديد دی چا چې د لاطيني نژاد امريکايانو، مسلمانانو، ښځو او معذورو کسانو او صدراوباما په ضد بيانونه ورکړي او کرکه يې خوره کړې ده" .

د کانديد جوړېدو نه وړاندې ټرمپ د باراک اوباما په اړه وئيلي ؤ چې هغه په امريکا کې نه ؤ زېږېدلی او هغه په جعلي طريقه د خپل زېږون سند جوړ کړی او هغه د صدر جوړېدو اهل نه ؤ .

بل لور ته د ډيموکريټک ګوند نه د سېنډرز سيالې پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن د ټرمپ بيانونو ته خطرناک وئيلي او په ووټرانو يې غږ کړی چې د ټرمپ د کرکې ډک دغه عمل رد کړي .

صدر اوباما په ډېلاس کې د فنډ رايوځاې کولو دستورې ته په وينا کې وئيلي کوم خلک چې د صدر د چوکۍ په زغل کې شامل دي هغوې دې خپل پام د امريکې ښه کولو پله وګرځوي نا چې سپکې وينا او نسل او عقېدې په اساس وېش وکړي او د نورو امريکايانو په ضد خو تشدد بالکل نا .

د ريپبلکن ډلې د ټرمپ سيالانو هم په هغه د دغه ډول حالاتو جوړولو تور لګولی چې پکې ځينې خلک د تشدد لار خپلوي .

XS
SM
MD
LG