دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ اؤ ګلګت بلتستان کې دوؤ بيلا بيلو نښتو کې لږ ترلږه ٨ جنګيالي اؤ دوه عسکر وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دګلګت بلتستان دچيلاس دتريل سيمې په ګيال کلي کې دترهه ګرو دموجودګۍ په خفيه اطلاع عمليات ترسره شوي اؤ په دغه مهال ترهه ګرو نښته کې درې جنګيالي اؤ دوه عسکر وژل شوي يد.
دائي ايس پي ار ترمخه وژل شوي ترهه ګر دقراقرم په لويه لويه په ګاډو، سيلګرو اؤ امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ وؤ اؤ دعملياتو څخه وروستو سيمه کې دلټونې کارروائي کولى شي.
دپوځ لخوا جاري شوي بيان کې دا نۀ ده په ډاګه کړل شوې چې دوژل شوؤ ترهه ګرو تعلق دکومې ډلې سره ؤ خو چيلاس ضلع دسپاه صحابه پاکستان اؤ لشکرجهنګوي ډلو مرکز ګڼل کيږي.
ب لوري ته ائي ايس پي ار وائي چې تيره شپه دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په درمو دراب پاس کې يو شمير وسله والو جنګيالو دامنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ حمله کړې اؤ ددغه حملې څخه وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ شوې نښته کې پينځه ترهه ګر وژل شوي دي.
دائي ايس پي ار وينا ده چې امنيتي ځواکونو دترهه ګرو ددغه بريد په مړانې سره ځواب ورکړى اؤ دهغوي بريد يې ناکامه کړى دى.
خيبرايجنسۍ کې په پوځ دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې تيره ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف د١٣ؤ سخت دريځو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى وکړو.
تيره ورځ دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښورکې دسرکاري ملازمانو بس کې دترسره شوې يوې بمي چاؤدنې په نتيجه کې هم ١٦ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ اؤ خيبرايجنسۍ کې فعاله تندروه ډلې لښکراسلام ددغه بريد پړه په غاړه اخستې وه اؤ دا يې دپوځ دسرلښکر له لوري دترهه ګرو دمرګ دسزا دپخلي کولو انتقام ګرځولى ؤ.