لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما کيوبا ته رسېدلی


خاتون اول مشېل اوباما، د هغه دوه لوڼه د امريکې لوړ پوړي چارواکي او مهم شخصيتونه هم د صدراوباما په پلاوي کې شامل دي .
خاتون اول مشېل اوباما، د هغه دوه لوڼه د امريکې لوړ پوړي چارواکي او مهم شخصيتونه هم د صدراوباما په پلاوي کې شامل دي .

د امريکې صدر باراک اوباما د کيوبا په تاريخي سفر هوانا ته رسېدلی دی . دا په ۸۸ کاله موده کې د کوم امريکايي صدر د کيوبا لمړی سفر دی .

صدر اوباما چې په صدارتي الوتکه "ائيرفورس ون" کې د اتوار په ماښام د هوانا "جوزمارټي نړيوالې هوايي اډې" ته ورسېدو نو د کيوبا لوړ پوړو چارواکو يې تود هرکلی وکړو .

خاتون اول مشېل اوباما، د هغه دوه لوڼه د امريکې لوړ پوړي چارواکي او مهم شخصيتونه هم د صدراوباما په پلاوي کې شامل دي .

صدر اوباما به د خپلې درې ورځنۍ دورې په سر کې د هوانا پخوانو او يادو ځايونو ليدو ته ورځي .

امريکايي صدر به د ګل په ورځ د کيوبا صدر راؤل کاسترو سره ويني او د هغې نه پس به د کيوبا کاروباري خلکو ته په يوه غونډه کې وينا کوي .

خپله دوره کې به صدر اوباما په هوانا کې امريکايي سفارتخانه کې د کيوبا د کميونسټ حکومت مخالفينو سره په شخصي توګه ليده کاته کوي او په سرکاري ټيلي ويژن به د کيوبا خلکو ته نېغ په نېغه وينا هم کوي .

د نهې په ورځ د خپلې دورې په اخره کې صدر اوباما او د کيوبا صدرکاسترو په هوانا کې د بېس بال يو نمائشي مېچ ګوري .

د کال ۱۹۲۸م نه پس دا د کوم امريکايي صدر د کيوبا لمړۍ دوره ده . د فېډل کاسترو په په مشرۍ په کال ۱۹۵۹م کې په کيوبا کې د کميونسټ انقلاب نه پس واشنګټن د هوانا سره اړيکې قطع کړې وې .

ولې د صدر اوباما د کيوبا په اړه امريکايي پاليسيانو کې د بدلون په نتيجه کې د دواړو ملکونو ترمنځ په دسمبر ۲۰۱۴م کې نېغ په نېغه د اړيکو پېل شوی وو .

د دغو اړيکو په نتيجه کې د دواړو ملکونو ترمنځ سفارتي تعلقات بحال شوي دي .

صدر اوباما په کيوبا د امريکې لخوا د ۴۵ کلونو راهسې بندېزونو پورته کولو اعلان هم کړی دی ولې په کانګريس کې د ريپبلکن ډلې استازي په کيوبا د لګېدلو بندېزونو په بشپړ ډول د لرې کولو مخالفت کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG