لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ته ماتې ورکول مو لمړۍ ترجيح ده،صدراوباما

دشورو په ورځ دارجنټائن پلازمينه بيونس ائرز کې صدر موريسيو مکري سره دليدنې وروستو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال صدر اوباما وويل امريکا به دبرسلز دبريدونو دذمه وارانو دقانون منګولو ته راکش کولو کې دخپل ائتلافي اؤ ملګري هيواد بيلجئيم هرممکنه مرسته کوي.

دامريکا صدر براک اوباما دبرسلز بريدونو کې دککړو کسانو خپل انجام ته درسولو ژمنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې داعش ته ماتې ورکول دهغوي لمړۍ ترجيح ده.

تندروه ډلې داعش دبرسلز په هوائي اډه دترسره شوؤ بمي چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې وه.

دشورو په ورځ دارجنټائن پلازمينه بيونس ائرز کې صدر موريسيو مکري سره دليدنې وروستو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال صدر اوباما وويل امريکا به دبرسلز دبريدونو دذمه وارانو دقانون منګولو ته راکش کولو کې دخپل ائتلافي اؤ ملګري هيواد بيلجئيم هرممکنه مرسته کوي.

هغه وويل نړۍ ته به دنسل، رنګ، قوم اؤ نظريې څخه بالا دترهه ګرۍ مقابلې لپاره يو موټى کيدل وي اؤ دبرسلز بريدونو ددغه ضرورت احساس نور هم سيوا کړى دى.

امريکائي صدر وويل دهغه لمړۍ ترجيح داعش ته ماتې ورکول اؤ نړۍ کې دروانې خونړۍ ترهه ګرۍ مخنيوى کول دي.

هغه دمسلمانانو په اړه دځينو ريپبپلکن مشرانو بيانونه رد کړل اؤ دا يې دامريکائي روايتونو په ضد اؤ زيانمن وګرځول

هغه وويل امريکائي مسلمانان زيات کامياب اؤ وطن سره مينه لرونکي دي، دکومو بچي چې زمونږ دبچو ملګري دي، څوک چې سکولونو کې يوځايې لولي، دغه مسلمانان مونږ سره دفترونو کې کار کوي، دا خلک پوځ کې خدمات ترسره کوي اؤ زمونږ دازادۍ تحفظ لپاره جنګيدونکو کې شامل دي.

هغه وويل هاغه هره يوه تګلاره چې يواځې دمسلمانانو لپاره جوړولى شي يا يې هدف مسلمانان وي، نۀ يواځې دا چې غلطه اؤ دامريکائي روايتونو خلاف ده بلکې دا به دترهه ګرۍ په ضد دروانو هڅو دکمزوري کولو علت جوړيږي.

صدر اوباما دغه بيان دريپبلکن مشرانو له لورس دبرسلز دحملو څخه وروستو امريکا کې حفاظتي ګامونو کې داضافې اؤ دمسلمانانو دڅارنې دسختو تجويزونو په ځواب کې ورکړى دى.

بيلجئيم کې دترسره شوؤ بريدونو څخه وروستو صدارتي انتخاب کې دريپبلکن ګوند دنامزدګۍ کانديد اؤ ارب پتي تاجر ډونلډ ټرمپ ددغسې حملو دمخنيوي لپاره دتشدد دلارې دخپلولو په ضرورت زور راوړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG