لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان امن لپاره مخلصانه هلې ځلې کوؤ،نوازشريف


اسلام اباد کې امريکائي سفير ډيوډ هيل سره دليدنې په مهال نوازشريف وويل چې افغانستان کې امن، ثبات اؤ پرمختګ ليدل غواړي

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وئيلي دي چې پاکستان افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي دعمل لپاره مخلصانه هلې ځلې کوي.

اسلام اباد کې امريکائي سفير ډيوډ هيل سره دليدنې په مهال نوازشريف وويل چې افغانستان کې امن، ثبات اؤ پرمختګ ليدل غواړي اؤ زياته يې کړه چې افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي اؤ امن عمل دودې لپاره پرله پسې مخلصانه هلې ځلې کوؤ.

دليدنې په مهال امريکائي سفير ډيوډ هيل وويل چې محفوظ اؤ پياړى افغانستان دټولې سيمې اؤ نړۍ په ګټه دى اؤ دڅلور ملکي ډلې لخوا افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره کيدونکي ګامونه به ګټور ثابتيږي.

امريکائي سفير افغانستان کې دامن عمل په اړه دپاکستان دهڅو ستائينه وکړه.

په دغه موقع وزيراعظم نوازشريف وويل چې پاکستان امريکا سره هم اقتصادي اړيکو ته دودې ورکولو خواهش لري اؤ زياته يې کړه چې روانه مياشت کې دنيوکلئير سلامتۍ غونډه کې دشرکت په مهال امريکائي صدر براک اوباما سره په دوه اړخيزه معاملو دګټورو خبرو اترو هيله لري.

په عين حال کې دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار طارق فاطمي هم دپاکستاني حکومت دا دريځ تکرار کړى چې افغانستان کې امن دټولې سيمې دامن اؤ ثبات لپاره مهم دى.

افغانستان اؤ پاکستان لپاره دجاپان مرستيال ځانګړي استازي کتسوهيکو تکاهاشي اؤ دجاپان دخارجه وزارت دجنوب ختيزې اؤ جنوب لويديزې ايشيائي چارو ډائريکټر کزويا ناشدا سره اسلام اباد کې دخبرو په مهال هغه وويل چې پاکستان به دافغانانو په مشرۍ افغان امن عمل کې داسانتيا ورکولو لپاره مرسته دوامداره ساتي.

تيره مياشت کابل کې دپاکستان، افغانستان ، چين اؤ امريکا په استازو دمشتملې ډلې دغونډې ترسره کيدو څخه وروستو جاري شوې ګډه اعلاميه کې هيله څرګنده شوې وه چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ به دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې دپاکستان په کوربه توب دامن مذاکرات ترسره شي خو طالبانو تيره اوونۍ افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامن مذاکراتو څخه انکار کړى ؤ خو افغان صدر اشرف غني اؤ امريکا په طالبانو مذاکراتو کې دشريکيدو غږ کړى ؤ.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ

XS
SM
MD
LG