دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې دګل په ورځ وئيلي دي چې تير ورځ لاهور کې دځانمرګي بريد څخه وروستو انټلي جنس ايجنسو دپوځ اؤ رينجرز ځواکونو ترڅنګ دشکمنو ترهه ګرو دنيولو لپاره يو شمير کارروايۍ ترسره کړي دي.
دخفيه ادارو له لوري دغه عمليات وروستو له هغې ترسره شوي چې تيره شپه لاهور کې دځانمرګي بريد کيدو نه پس دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف راولپينډۍ کې دلوړې کچې ديوې غونډې په مهال خفيه ادارو ته امر کړى ؤ چې دلاهور حملې ذمه واران دې زر تر زره ولټوي.
دپاکستان دپوځ دعامه اړيکو دڅانګې ائي ايس پي ار وياند عاصم باجوه وئيلي دي چې دپنجاب صوبې په سرښار لاهور، فيصل اباد اؤ ملتان کې دترسره شوؤ پينځوؤ کارروائيو په مهال ګڼ شمير شکمن ترهه ګر اؤ دهغوي مرسته کوونکي نيول شوي دي.
پوځي وياند وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو ددغو کسانو څخه په دروند مقدار کې وسله اؤ بارودي مواد هم لاسته راوړي دي.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دلاهور دحملې څخه وروستو دترهه ګرودنيولو په غرض دروانې کارروايۍ دجاج اخستو لپاره دلوړې کچې ديوې غونډې مشري کړې ده.
داتوار په ماښام دلاهور په ګلشن اقبال پارک کې ترسره شوې خودکش حمله کې لږ ترلږه ٧٢ کسان وژل شوي اؤ ٣٠٠ نور ژوبل شوي دي.
دګل په ورځ ډپټي انسپکټر جنرل( ډي ائي جي) اپريشنز ډاکټر حيدر اشرف وئيلي دي چې دګل په ورځ دمړو شميره ٧٢ؤ ته رسيدلې ده.
دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان څخه بيلې شوې يوې ډلې جماعت الاحرار ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه اؤ دپاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) ته يې دړکه کړې وه چې دغه رقم بريدونه چې کوم ځايې کې هم وغواړي ترسره کولى يې شي.
دپنجاب صوبې وزيراعلي شهباز شريف ددغه چاؤدنې څخه وروستو صوبه کې ددريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى دى.