لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برسلز کې دپوليسو اؤ مظاهرينو ترمينځ نښتې


An anti-government demonstrator fires a homemade mortar in Managua, Nicaragua demanding justice for the death of six members of a single family who died when their house was burnt.
An anti-government demonstrator fires a homemade mortar in Managua, Nicaragua demanding justice for the death of six members of a single family who died when their house was burnt.

بيلجئيم کې داتوار په ورځ دپوليسو اؤ سلګونو مظاهرينو ترمينځ نښتې شوي، دغه مظاهرين برسلز کې تيره اوونۍ ترسره شوؤ ځانمرګي بريدونو کې دوژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو لپاره جوړ يو عارضي يادګار ته ورټول شوي وؤ.

په عين حال کې پلټونکو دشکمنو ترهه ګرو لټون کې نورې چاپې وهلې اؤ څلور کسان يې نيولي دي.

پوليسو دسټاک ايکسچينج مخې ته دورټولو شوؤ مظاهرينو دخورولو لپاره دتيزو اوبو استعمال کړى، په دغه مقام دتيرې نهې په ورځ دحملو ښکار شوؤ کسانو ته دعقيدتدپيرزوئينو وړاندې کولو لپاره خلکو يو يادګار جوړ کړى دى.

په تور لباس کې دغو مظاهرينو دداعش ضد بينرې پورته کړې وې اؤ نعره يې وهلې، په دغو بينرو غيرمهذبه لفظونه ليکل شوي وؤ، پوليسو لس کسان نيولي اؤ دوه پوليس عسکر هم ژوبل شوي دي.

دپوليسو کمشنر کرسچن ډي کوننک وئيلي دي دمختلفو فټ بال کلبونو سره تعلق لرونکي ٣٤٠ کسان برسلز ته ورغلي اؤ هغوي ته معلومه وه چې دغه کسان به ستونزه جوړوي.

کوم کسان چې دحملې دښکار شوؤ کسانو سره ديو والي څرګندونې لپاره دغلته ورټول شوي وؤ هغوي هم دپريشانۍ سره مخ شوي دي.

په عين حال کې وفاقي پلټونکو وئيلي دي داتوار په سحر دوهل شوؤ چاپو تعلق دترهه ګرۍ په اړه ديو وفاقي کيس سره دى خو دا يې نۀ دي وئيلي چې ددې تعلق په ٢٢م مارچ شوؤ حملو سره ؤ که نه.

داتوار په ورځ برسلز اؤ دهيواد شمالي ښارونو مشلډن اؤ ډفل کې ١٣ چاپې وهلې شوي، اوس به عدالت پريکړه کوي چې نيول شوي کسان خوشې کړل شي اؤ که په بند کې وساتل شي، دچاپو په مهال نيول شوي نور پينځه کسان دپلټنو وروستو پريښودل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG