دپاکستان حکومت د پلازمينې اسلام اباد دحساسې سيمې ريډزون څخه دممتاز قادري دپلوي مظاهرينو دخورولو لپاره ددوؤ ګينټو دمهلت دختميدو وروستويوځل بيا دغو مظاهرينو سره دخبرو اترو له لارې دستونزې دهواري هڅې پيل کړي دي اؤ دمذاکراتو دناکامۍ په صورت کې يې دشورو په ورځ داسلام اباد ډي چوک مظاهرينو څخه دخالي کولو اعلان کړى دى.
دميډيا راپورونه وائي دحکومت لخوا راجه ظفرالحق اؤ پير امين الحسنات د مظاهرينو استازو سره دخبرو اترو لپاره ډي چوک ته رسيدلي اؤ نورو حکومتي استازو کې اويس نوراني اؤ رفيق پرديسي هم شامل دي.
دنهې په ورځ دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اعلان کړى چې په نننۍ شپه کې که چرې مظاهرين پخپله خواره نۀ شول نو دشورو په ورځ به حکومت په هر صورت کې دچارشنبې په ورځ دهغوي نه ډي چوک خالي کوي.
چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې په شپه کې دکارروايۍ کولو پځايې به هغوي سبا ريډزون خالي کوي.
داسلام داباد انتظاميې له دې وړاندې دممتاز قادري پلوي مظاهرينو ته په دوؤ ګينټو کې دننه دخوريدو نوټس جاري کړى ؤ، دغه نوټس هغوي ته دضلعي مجسټريټ لخوا جاري کړل شوى ؤ اؤ پکې وئيل شوي وؤ چې هغوي دحکومت لخوا دترهه ګرۍ په ضد ګامونو کې خنډان راولاړوي.
اسلام اباد کې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه هم شوې چې پکې داخله وزير چوهدري نثار علي خان، داطلاعاتو وزير پرويز رشيد، دخزانې وزير اسحاق ډار، دريلوى وزير سعد رفيق، وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ، سينيټر مشاهدالله، ډاکتر اصف کرماني اؤ عرفان صديقي برخه اخستې، غونډه کې داسلام اباد داحتجاج پشمول په بيلا بيلو امنيتي چارواکو غور شو ى دى.
ممتاز قادري يوه مياشت دمخه دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژلو په جرم کې تيزندي کړل شوى ؤ اؤ تيره ورځ دهغه په زرګونو پلويان لمړى دپينډۍ لياقت باغ کې راټول شوي وؤ اؤ بيا يې داسلام اباد په لوري مارچ پيل کړى ؤ،اوس هم په سلګونو مظاهرين اسلام اباد کې موجود دي.
دميډيا راپورونه وائي چې دغو مظاهرينو اوس په ريډزون کې دهرنا دومداره ساتلې اؤ دپاکستان حکومت ته يې څو غوښتنې وړاندې کړي چې پکې ملک کې داسلامي شريعت نفاذ هم شامل دى.
دهغوي په نورو غوښتنو کې دترهه ګرۍ اؤ قتل په ګډون نورو مقدمو کې دنيول شوؤ سُني مسلک دديني مشرانو په غير مشروط ډول خوشې کول، ممتاز قادري” شهيد“ تسليمول، دراولپينډۍ داډيالې جيل کې دقادري سيل قومي ورثه ګرځول اؤ دمذهب دسپکاوي قوانينو کې دڅه قسمه بدلون دنۀ کولو په شمول نورې غوښتنې شامل دي.
له دې وړاندې سرچينو وئيلي وؤ چې داسلام اباد په ريډزون کې ددغو مظاهرينو په ضد په لويه پيمانه دکارروايۍ پيل کولو لپاره ټولې تيارۍ پيل شوي اؤ په لويې شمير کې دپوځ، فرنټئير کور اؤ پوليسو درنه نفري اسلام اباد ته رسيدلې اؤ دحکومتي امر په انتظار کې دي.