لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما ـ نوازشريف ته د لاهور په پېښه د غمرازۍ ټيلي فون کړی


صدر اوباما وئيلي په لاهور کې شوې حمله يو ځل بيا هغه خطره په ډاګه کوي ،کومه ترهګري چې نه يواځې پاکستان بلکې ټولې سيمې ته راپېښه ده .
صدر اوباما وئيلي په لاهور کې شوې حمله يو ځل بيا هغه خطره په ډاګه کوي ،کومه ترهګري چې نه يواځې پاکستان بلکې ټولې سيمې ته راپېښه ده .

د امريکې صدر باراک اوباما د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ته ټيلي فون کړی او د اتوار په ورځ لاهور کې په شوي ترهګر بريد يې ورته غمرازي کړې ده .

د سپينې ماڼۍ څخه په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې صدر اوباما د شورو په ورځ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ته ټيلي فون کړی دی او په لاهور کې د تازه شوې ترهګرۍ په سر يې افسو س څرګند کړی دی .

د بيان ترمخه وزيراعظم نوازشريف سره په خبرو کې صدر اوباما وئيلي په لاهور کې شوې حمله يو ځل بيا هغه خطره په ډاګه کوي ،کومه ترهګري چې نه يواځې پاکستان بلکې ټولې سيمې ته راپېښه ده .

صدر اوباما ژمنه کړې چې امريکا به د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د پاکستان سره مرستې دوامداره ساتي .

د سپينې ماڼۍ په بيان کې وئيل شوي چې صدر اوباما وئيلي دي چې هغه د وزيراعظم پاکستان د لاهور د حملې نه پس د امريکا د دورې منسوخ کولو او پاکستان کې د پاتې کېدو د پرېکړې په اهميت باندې پوهيږي .

د لاهور د سېلګرۍ په ګلش اقبال پارک کې د اتوارپه ورځ يو ځانمرګي بريد کې د ۷۰ نه زيات کسان وژل شوي او د ۳۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو . په وژل شوؤ کې زياتره ماشومان او واړه شامل وو .

د پېښې نه پس د پاکستان وزيراعظم خپله د امريکې ټاکلې دوره منسوخ کړې وه . نوموړي به د مارچ د مياشتې په ۳۱م نېټه او د اپرېل په لمړۍ نېټه واشنګټن کې د نيوکليئر سيکيورټۍ په اړه دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کولو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG