صدر اوباما په څلورم اؤ اخري ځل دزيارت په ورځ واشنګټن کې دپيل کيدونکي جوهري سلامتۍ دکانفرنس ميلمستيا کوي، دغه کانفرنس په داسې حال کې ترسره کيږي چې خام جوهري مواد اوس هم زيات محفوظ نۀ دي اؤ په ممکنه توګه يې دترهه ګرو لاسونو ته دپريوتو خطره موجوده ده.
دسپينې ماڼۍ وينا ده چې دترهه ګريزو بريدلو له لوري دجوهري حملې دامکاناتو اندازه لګول ناممکن دي خو ټوله نړۍ کې دعسکري اؤ سول جوهري پروګرامونو سره تړلي خواؤشا دوه زره ميټرک ټنه يورينئيم اؤ پلوټونئيم موجود دي.
دقومي سلامتۍ مرستيال مشاور بين روهډز وائي ورته معلومه ده چې ترهه ګر دغه خام مال پورې درسيدو اؤ ديوې جوهري وسلې خواهش لري، دهغه په قول بين المللي جوهري سلامتۍ کې دمرستې ديو په دوه کولو ضرورت دى.
ددغه کانفرنس په مهال به په ځانګړې توګه په دې اړه هم بحث کيږي چې جوهري مواد دداعش پشان دترهه ګريزو ډلو لاسونو ته پرې نۀ اوځي.
دغه دوه ورځني کانفرنس کې دپنځوسو څخه دزياتو هيوادونو هيئتونه شريکيږي کوم چې به دجوهري خطرو اؤ ددې څخه دبچ کيدو په طريقو خبرې اترې کوي.
روانه مياشت کې برسلز کې دترسره شوؤ ترهه ګريزو حملو څخه دداعش پشان ډلو څخه دپيښو خطرو اندازه کيږي، ددغو حملو څخه وروستو بيلجئيم دخپلو جوهري تنصيباتو امنيت سيوا کړى.
ماهران وائي چې دجوهري موادو څارنې لپاره دموثره بين المللي تګلارې ضرورت دى.