د پاکستان بلوچستان صوبې چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان د استختباراتي ادارې (نيشنل ډائريکټرېټ اف سيکيورټي) "اېن ډي اېس" يو مبينه کارکوؤنکی يې نيولی دی .
نن د شورو په ورځ د بلوچستان د ملېشې چارواکو وئيلي چې د صوبې سرحدي سيمې چمن په بوغره سيمه کې عمليات شوي او په عملياتو کې د اېن ډي اېس يو کارکوؤنکی نيول شوی دی .
د نيول شوي کس په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو وئيل شوي دي چې د هغه د ولقې نه چاؤدېدونکي مواد، بمونه او وسله ترلاسه کړی شوې ده .
د ملېشې وياند وئيلي دي چې نيول شوي کس به په بلوچستان کې ترهګرو ته وسله او چاؤدېدونکي مواد رسؤل . چارواکو وئيلي دنيول شوي کس نه پلټنې
کولی شي .
د افغان دولت لخوا په سمدستي ډول په دغه خبر کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی .
بلوچستان کې د افغان استخباراتي ادارې د کارکوؤنکي د نيول کېدو ادعا په داسې مهال شوې ده چې نزدې لس ورځې وړاندې هم د دغه صوبې چارواکو وئيلي ؤ چې د هند استخباراتي ادارې "را" حاضر سروس افسر يې نيولی دی .
د بلوچستان صوبايي چارواکو وئيلي ؤ چې د هند استخباراتي ادارې افسر په صوبه کې د بېلتون خوښو سره مېلاؤ ؤ او د بدامنۍ په پېښو کې ککړ ؤ .