دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې وينا ده چې دپاکستان جنوبي پنجاب کې دترهه ګرو په ضد عمليات روان دي چې پکې پوليسو، رينجرز اؤ دترهه ګرۍ دمخنيوي ځواکونو ته دپوځ مرسته هم ترلاسه ده.
دائي ايس پي ار ترمخه جنوبي پنجاب کې دترهه ګرو اؤ مجرمانو په ضد عمليات روان دي اؤ زياته کړې يې ده چې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو له امله ترهه ګر دروجهان لرې پرتو سيمو اؤ درحيم يار خان کچى سيمو کې پټ شوي دي.
دغه عمليات دلاهور دکورکمانډر ليفټننټ جنرل صادق علي په مشرۍ کې روان دي چې پکې دپنجاب پوليس اؤ دترهه ګرۍ دمخنيوي ځواکونه برخه اخلي.
څو ورځې دمخه دپنجاب دسرښار لاهور په اقبال ډاؤن سيمه کې يو خونړي ځانمرګي بريد کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون د٧٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو ميډيا کې دعسکري چارواکو له خُلې وئيل شوي وؤ چې پوځ ټول پنجاب کې دتندروه ډلو په ضد دعملياتو پريکړه کړې ده.
دلاهور دځانمرګي بريد څخه وروستو دجنرل راحيل شريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه عسکري غونډه کې دپوځ سرلښکر خفيه ادارو ته ددغه حملې دذمه وارانو دلټولو اؤ دقانون منګولو ته دراکش کولو امر کړى ؤ.
دپنجاب درحيم يارخان، راجن پور اؤ ډيره غازي خان په ګډون ځينې سيمې دترهه ګرو اؤ کالعدم تنظيمونو محفوظې ځالې ګڼل کيږي خو دغو سيمو کې تر دې مهاله منظم عمليات نۀ وؤ ترسره کړى شوي اؤ تر دې چې دپنجاب صوبې واکمنانو صوبه کې دترهه ګرو دځالو دموجودګۍ څخه تراوسه انکار کولو.
څو ورځې دمخه دپنجاب دقانون وزير رانا ثناء الله وئيلي وؤ چې پنجاب کې دترهه ګرو پټې ځالې نشته اؤ نۀ هم پکې نوګو ايريا شته ، هغه وئيلي وؤ که سره ددې ثبوت وي نو مخې ته دې يې راوړي.