لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې زلزله، پينځه کسان مړه شوي


د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون چاوراکو وئيلي د زلزلې له امله د کورونو د چتونو او ديوالونو راپرېوتو په پېښو کې ژوبل د ۳۰ نه زيات کسان روغتون ته راوړل شوي دي
د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون چاوراکو وئيلي د زلزلې له امله د کورونو د چتونو او ديوالونو راپرېوتو په پېښو کې ژوبل د ۳۰ نه زيات کسان روغتون ته راوړل شوي دي

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې ترڅنګ قبائيلي سيمو، پلازمينه اسلام اباد او پنجاب صوبې په بېلابيلو سيمو کې د اتوار په ورځ زوروره زلزله راغلي چې په نتيجه کې يې د خېبرپښتونخوا صوبې په درېو ضلعو کې پينځه کسان مړه شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې قدراتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) وئيلي د صوبې په بونير، سوات او چارسده ضلع کې د زلزلې له امله رامنځته شوؤ پېښو کې پينځه کسان مړه شوي پينځه ژوبل شوي او ۲۰ کورونو ته زيان اوړېدلی دی .

د اتوار د ماسپخين نه پس د دراغلې زلزلې جړقونه په افغانستان او هند کې هم محسوس شوي وو .

د امريکې جيولوجيکل سروس ترمخه د ماسپخين نه پس د هندوکش په غرونو کې افغانستان پله شوې دغې زلزلې زور په ريکټرسکېل ۶.۶ ريکارډ کړی شوې وه .

د پاکستان د موسمياتو محکمې ترمخه د زلزلې زور ۷.۱ ريکارډ کړی شوی دی او مرکز يې افغانستان پله د هندوکش په غرونو کې د ځمکې دننه ۲۳۶کلوميټرژور وو .

د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون چاوراکو وئيلي د زلزلې له امله د کورونو د چتونو او ديوالونو راپرېوتو په پېښو کې ژوبل د ۳۰ نه زيات کسان روغتون ته راوړل شوي دي چې پکې زنانه او ماشومان هم شامل دي .

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم ای) اړونده ادارو د معلوماتو رايوځايې کولو او چمتو پاتې کېدو هدايات ورکړي دي . اېن ډي اېم ای په سمدستي ډول د زلزلې له امله د رامنځته شوي زيان تفصيل نه دی ورکړی .

د اتوار په ورځ راغلي زلزلې جړقونه د افغانستان پلازمينې او هند پلازمينې دهلي پورې محسوس کړی شوي دي .

د پاکستان د موسمياتو محکمې نن د اتوار او سبا د ګل په ورځ ملاکنډ، هزاره ډويژن، ګلګت بلتستان او کشمير کې د بارانونو له امله د غرونو راښوېدو امکان څرګند کړی ؤ .

په دغو سيمو کې تېر دوه ورځې د بارانونو سلسله روانه وه او د موسمياتو محکمه وايي راتلونکي شواروځ کې هم په دغو سيموکې د پړق پړوق سره د باران امکان دی .

په دغو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې راهسې دوه ځله د بارانونو په سلسله کې مالي او زاني زيانونه رامنځته شوي دي او د خېبرپښتونخوا صوبې د ملاکنډ ډويژن شانګله پار، سوات او دير ضلعو ترڅنګ کوهستان بارانونو ډېر ځپلي دي .

تېر کال د اکتوبر په مياشت کې پاکستان او افغانستان کې د ۷.۵ زور زلزله راغلي او نزدې ۴۰۰ کسان پکې مړه شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG