جنوبي جاپان کې دزيارت په شپه راغلې يوه زلزله کې لږ ترلږه ٩ کسان وژل شوي اؤ ٢٥٠ نور ژوبل شوي.
دوژل شوؤ دواړو کسانو تعلق دمشيکي دمقام سره دى کوم چې دزلزلې دمرکز سره نزدې موقعيت لرونکې سيمه ده، دغلته ترټولو زياته تباه شوې ده.
چارواکي وائي چې دزلزلې له امله دراغورځيدلو ودانو دملبې لاندې دنورو خلکو دګيريدو انديښنه هم شته.
دزلزلې له امله په زرګونو خلک دخپلو کورونو څخه تښتيدلي اؤ ګڼو شپه په سړکونو تيره کړې ده.
کماموټو هسپتال کې دجاپان ريډکراس وئيلي دي دغلته دعلاج لپاره ٤٥ کسان وروړل شوي چې پکې دپينځوؤ حالت سخت دى.
دزلزلې شدت 6.4 ريکارډ کړى شوى اؤ ديرش منټه وروستو د5.4 شدت يوه بله زلزله هم راغلې، دجاپان دموسمياتي ادارې ترمخه له دې وروستو هم دزلزلې جړقونه راتلى شي.
دجاپان دميډيا ترمخه دزلزلې څخه وروستو دبليټ ټرين سروس هم منسوخ کړل شوى دى.
دجاپان چيف سيکرټري وئيلي دي چې دزلزلې له امله لږ ترلږه ١٩ کورونه تباه شوي اؤ چارواکي دنقصان اندازه لګوي.
دزلزلې څخه وروستو 16,000 کورونو کې بجلي اؤ 38,000 کورونو کې ګيس نشته.
جاپان کې دودانيو دجوړولو اؤ څارنې دنفاذ سختې ضابطې پځايې دي ځکه چې دغه هيواد کې زلزلې اکثره راځي اؤ هم له دې امله دغه هيواد کې دزلزلې له امله دتباهۍ کچه کمي وي.