لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په اسلام اباد کې خپلو وګړو ته د احتياط خبرداری ورکړی


روانه مياشت امريکا خپلو وګړو ته د پاکستان د غېر ضروري سفر څخه د ډډې کولو خبرداری ورکړی ؤ .
روانه مياشت امريکا خپلو وګړو ته د پاکستان د غېر ضروري سفر څخه د ډډې کولو خبرداری ورکړی ؤ .

امريکا د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې خپل وګړو ته د احتياط خبرداری ورکړی دی چې په خصوصي توګه دغلته دې د "ميريټ هوټل" نه چاپېره علاقو کې د ګرځېدو څخه ډډه وکړي .

پاکستان کې د امريکايي سفارتخانې په ويب پاڼه خپور شوي بيان کې وئيل شوي چې سفارتخانه د عمومي خطرې نه خبر شوې ده . او د ميريټ هوټل په اړه ورته د حملې ناتائيده خبر مېلاؤ شوی دی . له دې وجې دې امريکايي وګړي څو ورځې دغه ځاې ته د تلو څخه ډډه وکړي .

روانه مياشت امريکا خپلو وګړو ته د پاکستان د غېر ضروري سفر څخه د ډډې کولو خبرداری ورکړی ؤ .

بيان کې د روانې مياشتې په اوومه نېټه د خبرداري ورکولو يادګېرنه شوې ده .

څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د پارليمنټ د د وانۍ او پېنډۍ ښار کې د يو هوټل سره نزدې د مبينه اېښودی شوي بم خبر خپور شوی ؤ او وروستو په دغو ځايونو کې پوليسو د لټون عمليات پېل کړي وو .

اسلام اباد کې په ميريټ هوټل باندې له دې وړاندې هم بريدونه شوي دي . په کال ۲۰۰۸م کې په هوټل باندې د بارودو ډک ټرک چاؤدنه شوې وه چې پکې ۵۴ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو . په دغو کسانو کې امريکايان او نور بهرنيان هم شامل وو .

امريکايي سفارتخانې خپلو وګړو ته وئيلي چې په پاکستان کې د ګرځېدو په اړه خپل کوم نزدې باوري دوست خبر ساتي . د ګڼې ګوڼې ځايونو ته دې نه ځي . او په سرکاري کچ ملک ته راغلو امريکايانو ته وئيل شوي چې پاکستان کې دې پبلک ټرانسپورټ نه کاروي او په هوټلو کې دې شپه نه تېروي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG