لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې وسله والو ٧پوليس عسکر وژلي

 دميډيا راپورونه وائي دبنګله بازار سيمه کې دپوليو درضاکارو په حفاظت مامور پوليس عسکر په نخښه کړى شوي ، پيښه کې درې پوليس عسکر وژل شوي وروستو حمله کوونکو دپوليسو په يو ګاډي هم ډزې کړي چې پکې څلور عسکر وژل شوي دي.

دپاکستان د ستر اقتصادي مرکز کراچۍ په اورنګي ټاؤن سيمه کې وسله والو دپوليو دمخنيوي دمهم درضا کارو په حفاظت مامور٧ پوليس عسکر وژلي دي.

دميډيا راپورونه وائي دبنګله بازار سيمه کې دپوليو درضاکارو په حفاظت مامور پوليس عسکر په نخښه کړى شوي ، پيښه کې درې پوليس عسکر وژل شوي وروستو حمله کوونکو دپوليسو په يو ګاډي هم ډزې کړي چې پکې څلور عسکر وژل شوي دي.

دپوليس چارواکو وينا ده چې په څلورو موټر سائيکلو ناستو ٨ؤ وسله والو لمړى دپوليو درضاکارو په حفاظت مامور عسکر په نخښه کړل اؤ وروستو يې دپوليسو په ګزمه کوونکي ګاډي هم حمله وکړه.

دپيښې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې دپوليسو اؤ رينجرز ځواکونو لوړپوړي چارواکي رسيدلي دي.

سيمه کې دپوليو دمخنيوي دمهم اخري ورځ وه،دډزو دغو پيښو کې دپوليو رضا کار محفوظ پاتې شوي دي.

دسندهـ وزيراعلي سيد قائم علي شاه اورنګي ټاؤن کې دډزو ددغه پيښې په اړه دپوليسو دمشر( ائي جي) څخه راپور غوښتى.

له دې وړاندې هم کراچۍ کې دپوليو ډلو دحفاظت په فرائضو ترسره کوونکو پوليسو دحملو ګڼې پيښې رامينځته شوي دي.

دکراچۍ اورنګي ټاؤن سيمه دامنيت په لحاظ سره حساسه ګرځول کيږي چرته چې اکثره مهال دډزو پيښې رامينځته کيږي.

دپوليسو ترمخه کراچۍ کې دتيرو ١٦ؤ مياشتو په مهال تر دې مهاله بيلا بيلو حملو کې ٩٥ پوليس عسکر وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG