لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چمن په پېښه کې ژوبل دوه تنکو هلکانو په روغتون کې ژوند دلاسه ورکړو


د افغانستان سره د چمن په پوله رامنځته شوې پېښه کې په ژوبل شوؤ کسانو کې دوؤ تنکو هلکانو ژوند دلاسه ورکړی دی. دغه پېښه پرون د اتوار/ يکشنبې په مازيګر شوې وه.

د چمن مرستیال کمشنر طارق جاوېد منګل ویلي، تيره ورځ چې د چمن د دوستۍ په دروازه د امنيتي ځواکونو او سوداګرو ترمنځ نښته شوې وه اته تنه پکې ژوبل شوي وو.

هغه ویلي په ژوبلو کې دوه هلکان وژل شوي دي، او د شپږو د کوټې په سېول روغتون کې په ټراما سنټر کې درملنه روانه ده.

د روغتون د سرچينو ترمخه د وژل شوؤ هلکانو عمرونه 12 کاله او 14 کاله وو.

مرستيال کمشنر زياته کړې د چمن پوله نن د معمول ترمخه خلاصه ده او دوه اړخيزه تجارت پرې روان دی.

بل لور ته د پرونۍ پېښې په اړه د پولې سوداګرو په چمن پرېس کلب کې خبري غونډې ته په خبرو کې دعوه کړې چې د اېف سي ځواک په ډزو کې 12 تنه ژوبل شوي وو.

اختر محمد، جان محمد او زېن الله تور ولګوؤ چې اېف سي ځواک په پوله سامانونه راوړونکي کسان ودرولي او دغو کسانو چې د راتلو هڅه کړې بيا نښته شوې او اېف سي ځواک په دوی نېغې ډزې کړي دي.

اېف سي ځواک تراوسه پورې د پېښې په اړه په خپله کوم بيان نه دی ورکړی خو له دې وړاندې يې ویلي ؤ چې دوی به په پوله د غېر قانونه سامانونو راړولو مخنيوی کوي.

د روان کال جولایي د میاشتې په وروستيو کې هم د چمن په پوله نښته شوې چې پکې اووه کسان وژل شوي او 22 ژوبل شوي وو.

که څه هم د پرونۍ پېښې وروسته مرستيال کمشنر ویلي چې په پوله تګ راتګ روان دی خو نوموړي زياته کړې امنيتي حالاتو ته په کتو يې د نن څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين ودرولی او دا کمپاين سبا د ګل/ دوشنبې په ورځ روانولی شي.

هغه ويلي د پوليو کمپاين دپاره انتظامات پوره دي خو په پوله او ښار زيات سرتيري په امنيت ځای په ځای کړی شوي دي ځکه دا کمپاين به سبا پېل کړی شي.

XS
SM
MD
LG