دپاکستان دسترې محکمې موقتي مشر قاضي ميا ثاقب نثار ويلي دي چې دپاناما ليکس په اړه دعدالتي کميسيون دجوړيدو پريکړه به مشر قاضي انورظهير جمالي هيواد ته دراستنيدووروستو کوي.
دپاکستان حکومت تيره ورځ پاناما ليکس کې دشوؤ انکشافاتو دپلټنو لپاره مشر قاضي ته دعدالتي کميسيون دجوړولو په غرض خط ليکلى ؤ.
خو دپاکستان مستقل مشر قاضي انور ظهير جمالي دترکي په دوره روان شوى اؤ دسپريم کورټ لوړپوړي قاضي ميا ثاقب نثار دپاکستان دموقتي مشرقاضي په توګه لوړه کړې ده چې دغسې په پاناما ليکس دکميشن دجوړولو معامله دځنډ ښکار شوې ده.
دلوړې کولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې هغه وويل دحکومت له لوري دپاناما ليکس په اړه دعدالتي کميسيون جوړولو لپاره خط مستقل مشر قاضي ته ليکل شوى نو ځکه هم هغه به ددغه کميسيون دجوړيدوپه اړه پريکړه کوي.
دجمعې په شپه قام ته په ټي وي خپله وينا کې وزيراعظم ويلي وؤ هغه دمخالفينو مطمئين کولو لپاره عدالتي کميشن جوړولو لپاره چمتو دى اؤ که چرې دپلټنو په نتيجه کې په هغه کوم تور ثابت شو نو کور ته به ځي.
څو اوونۍ وړاندې دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .
دغو شخصياتو کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجائيداد مالکان دي
له دې وړاندې دپاکستان اليکشن کميشن دمنتخبو اولسي استازو دمالي اثاثو تفصيلات جاري کړي وؤ چې ترمخه يې وزيراعظم نوازشريف دخواؤشا دوؤ اربو اؤ دمخالف ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان ديو ارب اؤ يو ديرش کروړو روپو داثاثو مالکان دي.
څلور ورځې دمخه دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرل راحيل شريف هيواد کې دټولو احتساب ضرورى ګرځولى ؤ اؤ وروستو يې ځينې پوځي مشران هم د بډو رشوتونو په تور دخپلو عهدو څخه لرې کړي وؤ.