لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان طالبانو سره به د سولې خبرې يوه مياشت کې بيا پېل شي


​​​​افغانستان کې د فشار سېوا کېدو باوجود د پاکستان په سفر افغان وزير بلخي د سرتاج عزيز سره د ليدنې پس خوشبينه دی چې د حکومت ضد وسله والو سره به امن خبرې وشي .

پاکستان خپل ګاونډي هېواد افغانستان ته باور ورکړی دی چې افغان طالبانو سره به د سولې خبرې يوه مياشت کې بيا پېل شي .

د پاکستان په سفر د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وئيلي چې د پاکستان د وزيراعظم د باندنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز ورته باور ورکړی دی چې د افغانستان د سولې خبرې به په يوه مياشت کې بيرته پېل شي .

افغانستان کې د طالب وسله والو لخوا د پسرلني عملياتو پېل کولو سره د تشدد پېښې سېوا شوي او د دې ويرې څرګندونه کيږي چې جګړه ځپلي هېواد دپاره به سږکال لا نور خونړی وي .

د تېر نهې په ورځ کابل کې د وسله والو طالبانو په يو بريد کې نزدې ۷۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي وو . څيړونکي اندېښنه څرګندوي چې روان کال د وسله والو د جګړه ييزه عملياتو هدف ښاري سيمې کېدی شي .

په دغه هېواد کې د تشدد د پېښو سېوا کېدو پس په افغانستان کې دننه د صدراشرف غني نه دا غوښتنه زياته شوې ده چې حکومت دې طالبانو سره د امن خبرو د پاليسۍ نه لاس واخلي او د دې په ځايې دې د وسله والو تُندلارو په ضد پوځي عملياتو ته زور ورکړي .

د پاکستان دفتر خارجه وئيلي د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د پاکستان د وزيراعظم د باندنيو چارو صلاح کار سره د جمعې په ورځ ليدلي دي ، او په دغه موقع د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوچ هم موجود وو .
د پاکستان دفتر خارجه وئيلي د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د پاکستان د وزيراعظم د باندنيو چارو صلاح کار سره د جمعې په ورځ ليدلي دي ، او په دغه موقع د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوچ هم موجود وو .

​​افغانستان کې د فشار سېوا کېدو باوجود د پاکستان په سفر افغان وزير بلخي د سرتاج عزيز سره د ليدنې پس خوشبينه دی چې د حکومت ضد وسله والو سره به امن خبرې وشي .

د افغانستان لخوا د تېرې اوږدې مودې راهسې وئيل کيږي چې طالب مشران په پاکستان کې پټې ځالې لري او هم د دغه ځاې نه په پاکستان کې بريدونه کوي .

افغان چارواکي په اسلام اباد ټينګار کوي چې طالب مشران د سولې خبرو ته کښېنوي . خو اسلام اباد وايي چې وسله والې ډلې يې تر يو حده د اثر لاندې دي او زياتوي په افغانستان کې دننه د طالبانو عمليات يې د لاس نه بهر دي .

له دې وړاندې دا هيله کېده چې د پاکستان په کوربه توب به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د مارچ په مياشت کې پېل شي خو طالبانو د خبرو پېل کېدو نه لږ وخت مخکې د خبرو کولو نه انکار وکړو .

د پاکستان په کوربه توب په لمړي ځل تېر کال د جولائۍ په مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې شوې وې چې پکې د امريکې او چين استازو هم ګډون کړی ؤ .

د پاکستان دفتر خارجه وئيلي د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د پاکستان د وزيراعظم د باندنيو چارو صلاح کار سره د جمعې په ورځ ليدلي دي ، او په دغه موقع د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوچ هم موجود وو .

افغان وزير خپل سفر کې د پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو او په ځانګړي ډول د ځايي پوليس لخوا د کډوالو نيولو او زورولو په اړه خبرې اترې کړي دي .

نوموړی بلخي خپل پاکستاني سيال عبدالقادربلوچ سره ليدلي دي . بلوچ وئيلي افغان وزير ته باور ورکړی شوی چې د کډوالو په اړوند د ستونزو هوارولو دپاره به ګامونه پورته کړی شي .

بلوچ وئيلي، زياتره هغه افغان کډوال د ستونزو سره مخ کيږي چې څوک په غېرقانوني ډول دلته پاتې کيږي ، هغه وئيلي پاکستاني چارواکي به د افغان حکومت په مرسته په مياشت کې دننه نزدې د ۱۵ لاکه غېرقانونه کډوالو په رجسټريشن لاس پورې کړي .

د عبدالقادر بلوچ په وينا پاکستان کې نزدې يو نيم ملينه افغان رجسټرډ کډوال مېشت دي . هغه وئيلي ډېر زر به مرکزي کابينې ته خواست وکړي ، چې د کډوالو په قانوني توګه د پاتې کېدو موده تر کال ۲۰۱۷م پورې وغځوي . د کډوالو په قانوني توګه پاکستان کې د پاتې کېدو موده د روان کال جون د مياشتې (۳۰) پورې ده .

XS
SM
MD
LG