لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وايي د سولې په برخه کې نور په پاکستان باور نه لري


dawa khan meena pal
dawa khan meena pal

د افغانستان د صدر د وياند مرستيال وايي د هېواد ولسمشر اشرف غني په ډاګه دا خبره کړې ده چې د سولې په برخه کې نور په پاکستان باور نه لري . او وايي د افغان اولس استازيتوب به په هر ځاې کې يواځې د افغانستان حکومت کوي .

د افغان صدر د وياند مرستيال دواخان مينه پال وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره ځانګړې مرکه کې وئيلي د افغان اولس استازيتوب افغان حکومت کوي او که هر ډول ستونزې يې په داخل کې دي او که بهر دي افغان حکومت به يې مطرح کوي وي .

وياند دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې نړيوال مطبوعات او افغانستان کې د حکومت په ضد په مقاومت بوخت طالبان وايي چې يو لوړ رتبه هيئت يا ډله يې د افغان کډوالو، سرحدي سيمو کې په ستونزو او طالب بنديانو د خوشي کولو په لړ کې پاکستان ته تلې ده .

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته د طالبانو د راتګ دعوې نه تسليميوي او وايي په دغه حقله هيڅ معلومات نه لري .

پاکستان ته د طالبانو د هيئت راتلو په اړه وياند وويل د طالب په نامه ډله چې د افغان اولس او حکومت استازيتوب کوي د دې معنی دا ده چې کومو خلکو په دوې سرمايه ګزاري کړې ده دوې د هغو د ګټو دپاره جنګيږي .

نوموړي تور ولګوؤ چې دا دپاکستان د افغانستان په مسائلو کې ښکاره لاس وهنه ده او دا د پاکستان هغه ښکاره عمل دی چې دی د ترهګرو ډلو په شا ولاړ دی .

مينه پال وايي پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات خبره کوي خو دا دې په عمل کې ثابته کړي ، د ترهګرۍ مرکزونه دې وتړي، د دوې مرستې دې پرېږدي د دوې د زخميانو درملنه دې نه کوي . پاکستان چې څو پورې دا خبرې ثابتې کړي نه وي افغانستان پرې باور نه کوي .

نوموړي وويل پاکستان په څلور اړخيزه کميسون کې ژمنه کړې وه چې د کميسون د غوښتنو ردؤنکو په ضد به ودريږي ، او افغانستان دې ته ګوري چې پاکستان څه کوي . هغه وويل څو پورې چې پاکستان خپلې ژمنې پوره کړي نه وي مونږ هيڅ ډول مذاکراتو ته تيار نه يُو .

مينه پال وويل ولسمشراشرف غني په ډاګه دا خبره کړې ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې نور د پاکستانه طمع نه لري . هغه زياته کړه مونږ خپلو بېن الافغاني مذاکراتو ته دوام ورکوؤ او د هغې دپاره په يو چوکاټ باندې کار شوی دی . وياند زياته کړه مونږ د هغو ډلو سره خبرو ته تيار ؤ څوک چې خبرې کوي او هغه ډلې چې جګړې ته دوام ورکوي مونږ ورسره جګړې ته تيار ؤ .

د دواخان مينه پال سره دا مرکه د وي او ای ډيوه ريډيو همکار نصيراحمدکاکړ کړې ده ، دلته يې اورېدی شئ .

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:27 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG