لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسيه او امريکا سوريه کې دسيمه ييز اوربند پلوي


دسوريې دحکومت يو بيان کې ويل شوي دي دغه اوربند په دخالي په ورځ دسيمه ييز وخت مطابق دغرمې يوه بجي پيل کيږي او دمشق او ختيزه غوطه کې به تر يو شواروز پورې دوامداره وي،بيان کې ويل شوي لاذقيه ولايت کې هم ددغه رقم اوربند تر ٧٢ ساعتو دپځايې پاتې کيدو هيله ده.

دفرورۍ مياشت کې سوريه کې دپځايې شوي اوربند دمخ په زياتيدونکو سرغړونو په نظر کې نيولو سره روسيې او امريکا اعلان کړى هغوي به ساحلي ولايت لاذقيه او ددمشق خواوشا ختيزې سيمې غوطه کې دسيمه ييز اوربند دپځايې کولو هڅې کوي.

دسوريې دحکومت يو بيان کې ويل شوي دي دغه اوربند په دخالي په ورځ دسيمه ييز وخت مطابق دغرمې يوه بجي پيل کيږي او دمشق او ختيزه غوطه کې به تر يو شواروز پورې دوامداره وي،بيان کې ويل شوي لاذقيه ولايت کې هم ددغه رقم اوربند تر ٧٢ ساعتو دپځايې پاتې کيدو هيله ده.

تيره اوونۍ حلب کې دحکومت او ياغي ځواکونو ترمينځ جګړه کې د٢٣٠و اولسي وګړو دوژل کيدو خبرونه ترلاسه شوي، پينځه کاله دمخه دخانه جنګۍ دپيل کيدو څخه وړاندې حلب دابادۍ په لحاظ سره دسوريې ترټولو لويې ښار و.

وژل شوو کې لږ ترلږه ٥٠ داسې کسان شامل وو چې دشپې دبمبارۍ ښکار شوي يو روغتون کې موجود وو.

دامريکايي چارواکو وينا ده دبهرنو چارو وزير جان کيري او دهغه روسي سيال سرګۍ لاروف دجمعې په ورځ ددې منصوبې په تفصيلاتو خبرې کړي، خو دچارواکو وينا ده په اوربند دڅه مودې راهسې خبرې روانې وې.

چارواکو ويلي دي امريکا، روسيه او سيرين سپورټ نومې ډله کې شامل ١٧ نور هيوادونه به داوربند موثره کولو لپاره دسوريې په حکومت او يا ياغيانو خپل اثرورسوخ کاروي.

دامريکا دخارجه محکمې وياند مارک ټونر ويلي لاذقيه او ختيزه غوطه کې به اوربند دټولو خواو دارادې ازميښت وي.

حلب کې ياغيان دحکومتي قبضې سيمې پرله پسې په راکټونو او ګوله بارۍ سره په نخښه کوي، دحکومتي ميډيا ترمخه په يو جومات دبمبارۍ له امله ١٥ کسان وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.

دسوريې حکومت هم پرله پسې بمباري کوي

XS
SM
MD
LG