لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډيانا پرايمري ټاکنې:ټرمپ او سينډرز کامياب، کروز لاس پسر


ټرمپ دټيکساس سناتور ټيډ کروز څخه يو په دوه زيات رايې ترلاسه کړي.
ټرمپ دټيکساس سناتور ټيډ کروز څخه يو په دوه زيات رايې ترلاسه کړي.

صدارتي نامزدګۍ لپاره دامريکا انډيانا ولايت کې ترسره شوو پرايمري ټولټاکنو کې ريپبلکن ډونلډ ټرمپ او ډيموکريټ برني سينډرز برتري ترلاسه کړې ده.

ټرمپ دټيکساس سناتور ټيډ کروز څخه يو په دوه زيات رايې ترلاسه کړي.

دامريکايي صدارتي ټولټاکنو زغل کې شامل دريپبلکن کانديد ټيډ کروز دانډيانا ولايت پرايمري ټولټاکنو کې دډونلډ ټرمپ څخه دماتې خوړولو وروستو دريپبلکن ګوند له لوري دصدارتي نامزدګۍ دزغل څخه دلاس پسر کيدو اعلان کړى دى.

ټيډ کروز خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل څه چې ترې کيدى شول هغه يې وکړل خو رايې ورکوونکو يوه بله لار خپله کړه.

دهغه وينا وه دشروع څخه يې ويلي ترڅو چې ګټې لپاره ممکنه لار وي نو هغه به خپل سفر دوامداره ساتي خو نن په افسوس سره وايي چې دګټې لار تړل شوې ده.

هغه دخپلو ټولو پلويان څخه مننه وکړه او هغوي يې وطن سره زيات زيات مينه لرونکي وګرځول.

داوهائيو ګورنر، جان کاسيج مقابله کې زيات وروستو دى خو دهغه دوياند په وينا جان کاسيچ به دزغل څخه لاس پسر کيږي نه.

دانډيانا دبرياليتوب مطلب دا دى چې ټرمپ ته دنورو ٥٧ؤ استازو ملاتړ ترلاسه شوى.

دګټې څخه وروستو ښاغلي ټرمپ دخپلې ميرمن ميلينا او کورنۍ دنورو غړو سره په وينا کې دنډيانا ګټه يوه غوره فتح ګرځولې ،کروز ته يې هم مبارکي ورکړې ده، خو ددې ترڅنګ يې په هيلري کلنټن نيوکې هم کړي دي.

ټرمپ هيلري ته په اشارې کولو سره وويل هغه به يوه ښه صدره نه وي، هغه به يوه لويه صدره نه وي، هغه به يوه بې وسه صدره وي، هغه په تجارت نه پوهيږي

هغه ويلي دريپبلکن دنامزدګۍ ترلاسه کولو لپاره هلو ځلو کوونکو ټولو ١٥و کانديدانو سره سخته مقابله شوې، هغه ګوند کې ديو والي خواست کړى.

ډيموکريټس لپاره ورمونټ څخه سناتور برني سينډرز ته دبهرنو چارو په پخوانۍ وزيرې هيلري کلنټن برتري ترلاسه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG