لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز وايي دطاقت کارول دافغان ستونزې دهواري لار نه ده


 اسلام اباد کې يو سيمينار ته دوينا او وروستو ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل افغانستان غواړي هرکله چې دخبرو اترو هڅې بريالۍ کيږي نو نو پاکستان دې(دافغان طالبانو په ضد) طاقت وکاروي.
اسلام اباد کې يو سيمينار ته دوينا او وروستو ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل افغانستان غواړي هرکله چې دخبرو اترو هڅې بريالۍ کيږي نو نو پاکستان دې(دافغان طالبانو په ضد) طاقت وکاروي.

دپاکستان دوزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز ويلي دي دطاقت په کارولو سره افغانستان کې دامنيت ټينګښت ممکن نه دى.

اسلام اباد کې يو سيمينار ته دوينا او وروستو ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل افغانستان غواړي هرکله چې دخبرو اترو هڅې بريالۍ کيږي نو نو پاکستان دې(دافغان طالبانو په ضد) طاقت وکاروي.

هغه دافغانستان له لوري دافغان طالبانو دځينو ډلو دخبرو اترو ميز ته دراوستو پځايې دهغوي په ضد دطاقت دطاقت دکارولو سره اختلاف وکړو او وې ويل تيرو څوارلسو کلونو کې دطاقت په کارولو سره دافغان ستونزې هوارى نه دى راوتلى

خارجه صلاح کار په ډاګه کړه دروغې جوړې عمل دو يا څلورو اوونو کې خو نه شي پيل کيدى ددې لپاره وخت پکار دى، نو ځکه مونږ ته هلې ځلې کول پکار دي ځکه چې دامنيت دټينګښت بله لار مونږ ته نه ښکاري

سرتاج عزيز دغه څرګندونې په داسې حال کړي چې څو ورځې دمخه دافغانستان ولسمشر اشرف غني اسلام اباد څخه غوښتنه کړې وه پخپله خاوره دې دموجودو افغان طالبانو دمشرانو په ضد پوځي عمليات وکړي، دافغان پارلمان ګډې غونډې ته وينا کې اشرف غني اشرف غني ويلي وو کابل نه غواړي پاکستان دې طالبان دخبرو اترو ميز ته راولي بلکې (دطالبانو په ضد ترې) د(پوځي) عملياتو هيله کوي.

اشرف غني پاکستان څخه دا غوښتنه هم کړې وه چې دمقدمو چلولو لپاره دې طالب قيادت افغانستان ته وسپاري.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې څو ورځې وروستو له هغې کړې وې چې په ١٩م اپريل دافغانستان پلازمينه کابل کې ددغه هيواد داستخباراتي شبکې په دفتر طالبانو يو خونړى بريد ترسره کړو، دغه بريد کې خواوشا ٧٠ کسان وژل شوي او تر ٣٥٠ نور ژوبل شوي وو.

سرتاج عزيز دافغان ستونزې په سياسي هواري ټينګار وکړو اوې ويل افغانستان غواړي که چرې دامن عمل پيل کيږي نو بايد نورې لارې چارې( پوځي عمليات) وکارولى شي خو په تيرو څوارلسو کلونو کې دې سره کومې ګټورې پايلې مخې ته نه دي راغلي.

سرتاج عزيز دا هم ويلي دي چې دڅلور ملکي ډلې ټول غړي دطالبانو دقطر ددفتر سره تماس کې دي.

افغانستان کې دجوړجاړي په غرض تيرکال ددسمبر مياشت کې دپاکستان، افغانستان، امريکا او چين داستازو يوه څلور ملکي ډله جوړه کړل شوې وه خوددغه ډلې دڅو غونډو ترسره کيدو باوجود دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو اترو پيل کيدو په اړه کوم ډاګيز پرمختګ نه دى شوى.

سرتاج عزيز وويل چين، امريکا او دافغانستان دسولې عالي شورا هم دطالبانو دقطر دفتر سره تماسونه نيولي او دسولې دعمل دپيل کولو لپاره خپلې سرچينې کاروي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې دپاکستان خارجه صلاح کار وويل څلور ملکي ډله به دسولې دخبرو په امکاناتو خپل مينځ کې بحث کوي خو که چرې خبرې اترې ونه شوې نو په نورو لارو چارو به هم غور کوي.

سرتاج عزيز وويل دمارچ مياشت کې طالبانو دڅلور ملکي رابطه ډلې په مشرۍ افغان حکومت سره نيغ په نيغه خبرو اترو څخه انکار کړى و خو ددغو خبرو دپيل کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

اوسنو ورځو کې دافغانستان له لوري(پاکستان ته) دشوو دړکو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې سرتاج ددې سره اختلاف څرګند کړو خو وې ويل افغانستان له دې امله مايوسه دى چې دمارچ په مياشت کې يې دخبرو اترو دپيل کيدو هيله لرله.

هغه وويل خو طالبانو خپل دسپرلي عمليات پيل کړل، دهغوي عملياتو هيڅ نه دي ترلاسه کړي، په ځمکه حالات نه دي بدل شوي او افغانستان کې ثبات دى او هيله يې څرګنده کړه که چرې حالات همدغسې وي نو دسولې عملې به پيل شي.

طالبانو افغان حکومت دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو خبرو اترو کولو څخه انکار کړى او سږکال يې دعمري په نوم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان کړى دکوم څخه وروستو چې افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې.

افغان حکومت هم دطالبانو دسپرلي دروايتې جګړې داعلان څخه وروستو هغوي ته دسخت ځواب ورکولو او طاقت دکارولو دړکه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG