لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغانستان کې دوه ښځې وژلي،راپور


 ورځپاڼه وايي لمړۍ پيښه کې درابعه په نوم يوه ٢٢ کلنه ميرمن، چې دوو بچو مور وه، دخپل خاوند له لوري په بدکارۍ تورنه کړل شوې وه، طالبانو هغه دخپل خاوند له لوري دلګول شوي تور قصورواره ګرځولې او درې ډزه يې ويشتلې ده.
ورځپاڼه وايي لمړۍ پيښه کې درابعه په نوم يوه ٢٢ کلنه ميرمن، چې دوو بچو مور وه، دخپل خاوند له لوري په بدکارۍ تورنه کړل شوې وه، طالبانو هغه دخپل خاوند له لوري دلګول شوي تور قصورواره ګرځولې او درې ډزه يې ويشتلې ده.

وتلې امريکايي ورځپانې نيويارک ټايمز پخپل يو راپور کې ويلي دي طالب جنګيالو اوس اوس دافغانستان په شمالي ولايت جوزجان کې دوه ښځې وژلي دي.

ورځپاڼه وايي لمړۍ پيښه کې درابعه په نوم يوه ٢٢ کلنه ميرمن، چې دوو بچو مور وه، دخپل خاوند له لوري په بدکارۍ تورنه کړل شوې وه، طالبانو هغه دخپل خاوند له لوري دلګول شوي تور قصورواره ګرځولې او درې ډزه يې ويشتلې ده.

خو نيويارک ټايمز ليکي چې ددغه ښځې دکورنۍ غړي وايي وژل شوې ښځه بې ګناه وه او په هغې خپل خاوند دبدکارۍ بې اساسه تور دهغوي ترمينځ دځمکې دشخړې له امله لګولى و.

دشاکرې په نوم ددغه دوه ويشت کلنې وژل شوې ښځې ترور طالبانو ته په اشارې کولو سره ويلي هغوي هغه ښخه کړه خو کورنۍ ته يې دهغې په جنازه کې دګډون اجازه هم ورنه کړه.

دخپل کور څخه په ټيليفون دخبرو په مهال شاکرې وويل ورته معلومه وه چې هغه ( رابعه) يوه ډيره معصومه ښځه وه او دبې ايمانۍ زړه پکې نه و.

شاکرې وويل دطالبانو لخوا دهغې دوژل کيدو دوهمه وجه دا وه چې درابعې دوه ترونه دافغانستان دولسمشر دلمړي مرستيال عبدالرشيد دوستم دپلوي مليشې کمانډران وو.

دجوزجان ولايت دپوليسو مرستيال مشر کرنل عبدالحفيظ ترمخه دغيرت په نوم دښځې دوژل کيدو دغه پيښه دفيض اباد اولسوالۍ په ميمليک کلي کې رامينځته شوې ده.

کله چې طالبانو رابعه په سمدستي توګه دخپل کور په انګڼ کې وژله نو په دغه مهال دهغې بچي موجود وو، خو دشاکرې په وينا درابعه درې کلنې لور دخپلې مور دوژل کيدو وروستو دهغې په وينو لړلي سينډل وموندل او وې پيژندل.

شاکرې وويل دغه (وړې) ماشومې پخپلې نيا پسې ورمنډه کړه او وې ترې پوښتل چې دهغې مور چرته ده؟ خو دنيا سره دخپلې لمسۍ ددغه پوښتنې ځواب نه و.

شاکرې وويل دمور دوژل کيدو په مهال درابعه يو دشپږو مياشتو ځوې دپيو پاتې شو

ددغه ښځې دوژل کيدو سره دکال ١٩٩٦ء څخه ٢٠٠١ء پورې دطالبانو له لوري همدغسې دښځو دوژل کيدو دپيښو ياد تازه شوى دى، طالبانو په ياده شوې موده کې دخپلې واکمنۍ په مهال قامي سټيډيم کې دګڼو خلکو په موجودګۍ کې ښځې تش په نوم په اخلاقي جرمونو قصوروارې ګرځولې او بيا به يې پسر په ډزو ويشتلې، تيرو وختونو کې دافغانستان په هاغو کليوالو سيمو کې، چرته چې طالبان زيات اثرورسوخ لري، هغوي دخپله ځانه داخلاقي جرمونو په اساس ښځې سنګسار کړي او وژلي هم دي.

جوزجان کې دښځې دوژلو دوهمه پيښه خواوشا څلور مياشتې دمخه رامينځته شوې ده خو ددغه پيښې يوه ويډيو دتيرو څو ورځو راهسې مخې ته راغلې ده.

دغه ويډيو کې يوه ښځه په بورقعه کې په ځمکه ناسته ليدل کيږي، دطالبانو عدالت هغه دخپل خاوند دوژلو دجرم قصورواره ګرځولې، دهغه کورنۍ ددغه ښځې دوژل کيدو پځايې کې راټول شوي او دهغې دوژلو په حق کې په اوچت غږ نعرې وهي.

ددغه ښځې پيژندګلو نه ده په ډاګه کړل شوې خو کرنل حفيظ ويلي چارواکي باور کوي دغه ويډيو اصلي ده او دوژلو پيښه په خانقه اولسوالۍ کې رامينځته شوې، دوژونکي مخ پټ وي خو باور کيږي چې هغه دطالبانو داولسوالۍ کمانډر و.

.په عين حال کې دامريکا په مشرۍ دپوځي ايتلاف له لوري جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي چې دخالي په ورځ دافغانستان په يوه سويلي سيمه کې يو داخلي بريد کې په ډزو دوه ايتلافي عسکر وژل شوي دي.

افغان چارواکي وايي دغه پيښه دقندهار په هوايي ډګر کې دافغان ځانګړو ځواکونو په يوه ودانۍ کې رامينځته شوې، دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک يو وسله وال يو افغان پوليس افسر ګرځولى، هغه ويلي بريد کې څلور دناټو عسکر ژوبل شوي، دهغه په قول پيښه دتربيې دمشق په مهال رامينځته شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG