لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډهاکه : دجماعت اسلامي مشر تيزندي شوى


سترې محکمې دهغه دتيزندي کولو دسزا په ضد شوى اپيل رد کړى و چې له دې وروستو دډهاکې په مرکزي جيل کې هغه تيزندي کړى شو.
سترې محکمې دهغه دتيزندي کولو دسزا په ضد شوى اپيل رد کړى و چې له دې وروستو دډهاکې په مرکزي جيل کې هغه تيزندي کړى شو.

بنګله ديش کې دجماعت اسلامي ګوند مشر مطيع الرحمان نظامي تيزندي کړى شوى دى، هغه ته دخپل هيواد دازادۍ دجنګ په مهال کال ١٩٧١م کې دنسل کشۍ او نورو جرمونو په ثابتيدو دمرګ سزا اورول شوې وه.

سترې محکمې دهغه دتيزندي کولو دسزا په ضد شوى اپيل رد کړى و چې له دې وروستو دډهاکې په مرکزي جيل کې هغه تيزندي کړى شو.

له دې وړاندې يو ځانګړي عدالت دنسل کشۍ، زياتي او هيواد دازادۍ دجګړې په مهال ددانشورانو دوژلو دماحول دپيدا کولو دتور په ثابتيدو هغه ته دمرګ سزا اورولې وه.

د٧٣ کلن نظامي تعلق دجماعت اسلامي سره و او هغه پخوانى قانون ساز او وزير هم پاتې شوى و.

دبنګله ديش دقانون وزير، انيس الحق خبري ادارې رويټرز ته په دغه اړه ويلي دي هغه سحر مهال تيزندي کړى شوى.

دهغه دتيزندۍ دسزا کتلو لپاره په سلګونو خلک دډهاکې سړکونو ته وروتلي، دکال ١٩٧١ء جګړه کې دشريک يو پخواني پوځي، اکرم حسين په وينا مونږ ددې ورځې انتظار د٤٥و کلونو راهسې کولو، اخر دانصاف تقاضې پوره شوې

په کال ٢٠١٠م کې چې کله دبنګله ديش وزيراعظمې شيخ حسينه دجنګي جرمونو دغه ځانګړى عدالت جوړ کړو نودغه هيواد کې دمخالفو ګوندونو له لوري نيوکې وشوې او داړي ګړي پيښې هم رامينځته شوې وې، مخالف ګوندونه تور لګوي چې شيخ حسينه دسياسي انتقام په اساس خپل مخالفين په نخښه کوي.

دجماعت اسلامي دمشر دتيزندي کولو په نظر کې نيولو سره دبنګله ديش په ډهاکه او نورو مهمو ښارونو کې دزرګونو په شمير کې اضافي عسکر ځايې پځايې کړى شوي دي.

له دې وړاندې ددغه رقم پريکړو او تيزنديانو څخه وروستو دتشدد پيښې مخې ته راغلي چې پکې خواوشا ٢٠٠ کسان وژل شوي، وژل شوو کې په ځانګړې توګه دجماعت اسلامي فعاله غړي او پوليس عسکر شامل وو.

دکال ٢٠١٣م راهسې بنګله ديش کې دجماعت اسلامي دڅلورو مشرانو په ګډون حزب اختلاف پينځه سياست دانان تيزندي کړى شوي دي.

دبنګله ديش حکومت دريځ لري چې کال ١٩٧١ء کې پاکستان څخه دازادۍ دجګړې په مهال ٣٠ لکه خلک وژل شوي ، دښځو عزتونه لوټ کړى شوي وو او دجماعت اسلامي په ګډون ځينو ډلو پاکستان څخه دبيليدو مخالفت کړى و.

خو جماعت اسلامي بيا دا خبره ردوي چې دهغوي مشرانو ظلمونو کې برخه اخستې وه.

دبشري حقونو بين المللي ډلې دريځ لري چې دبنګله ديش دځانګړي عدالت تګلاره په نړيوال معيار پوره نه خيژي خو دبنګله ديش حکومت بيا دغه تورونه ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG