لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې لپاره څلور ملکي غونډه سبا اسلام اباد کې کيږي


دافغان ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي څلور ملکي رابطه ډله کې به دافغانستان استازيتوب پاکستان لپاره افغانستان سفير عمر زاخيوال کوي.
دافغان ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي څلور ملکي رابطه ډله کې به دافغانستان استازيتوب پاکستان لپاره افغانستان سفير عمر زاخيوال کوي.

دافغانستان دولسمشر اشرف غني وياند وايي دامريکا،چين پاکستان او افغانستان داستازو دڅلور ملکي رابطه ډلې پينځمه غونډه به سبا دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې ترسره کيږي.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکري دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل يو پيغام کې ويلي دي دڅلورو هيوادونو دخبرو اترو پينځم پړاو به دشورو په ورځ اسلام اباد کې ترسره کيږي، خو دغه لړ کې يې نور تفصيلات نه دي وررکړي.

همدغه راز دافغان ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي څلور ملکي رابطه ډله کې به دافغانستان استازيتوب پاکستان لپاره افغانستان سفير عمر زاخيوال کوي.

تيره مياشت کابل کې دافغان استخباراتي شبکې په دفتر ديو ځانمرګي بريد چې له امله خواوشا ٧٠ کسان وژل شوي او ٣٥٠ نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه بريد څخه وروستو افغان ولسمشر اشرف غني دپارلمان ګډې غونډې ته دوينا په مهال په پاکستان غږ کړى و چې دخبرو اترو ميز ته دطالب مشرانو راوستو پځايې دې دهغوي په ضد پوځي عمليات وکړي، هغوي دې ونيسي او افغانستان ته دې يې وسپاري

خو دپاکستان سينيټ ته وروستو دوينا په مهال دوزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز دافغان حکومت لخوا دافغان طالبانو په ضد دطاقت دکارول کيدو سره اتفاق نه و کړى او ويلي يې وو تيرو ١٤و کلونو کې دطاقت کارول کيدو سره افغان ستونزه هواره شوې نه ده.

سرتاج عزيز ويلي وو پاکستان په امريکايي او افغان حکومت ټينګار کوي چې دروغې جوړې عمل ته دنور وخت ورکولو ضرورت دى او امن مخالفه عناصر دې دخبرو اترو دټولو هلو ځلو دناکاميدو وروستو په نخښه کړل شي.

افغان طالبانوافغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو افغان حکومت سره دڅه رقم خبرو اترو امکان رد کړى او تيره مياشت يې دافغان او بهرنو ځواکونو په ضد دملا عمر دنوم سره دمنسوب عمري په نوم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان کړى و دکوم څخه وروستو چې افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

وياند دوا خان مينه پال وويل افغانسان به دڅلور ملکي رابطه ډلې غونډو کې په بشپړه توګه تر هاغه وخته برخه نه اخلي ترڅو چې اسلام اباد سږکال دفرورۍ مياشت کې کابل کې ددغه ډلې دڅلورمې غونډې په مهال په شوو پريکړو عمل ونه کړي.

افغان سفير عمرزاخيلوال ويلي دي هغه به اسلام اباد کې کيدونکې دغه غونډه کې دخپل هيئت مشري کوي او ټول پام به دخبرو اترو لپاره سږکال دفرورۍ په شپږمه نيټه په منظورې شوې تګلارې عمل لوري ته ګرځوي.

دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ لمړۍ نيغ په نيغه رابطه دکال ٢٠١٥م دجولا يي مياشت کې دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې شوې وه.

دخبرو اترو دوهم ټاکل شوى پړاؤ وروستو له هغې منسوخ شوى و چې دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې خبرونه مخې ته راغلل.

دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دخبرو اترو دعمل بحالۍ لپاره دپاکستان، افغانستان، امريکا او چين داستازو يوه څلور ملکي ډله جوړه کړل شوې، ددغه ډلې دڅلورو غونډو ترسره کيدو باوجود هم دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دروغې جوړې خبرې اترې نه دي شوي.

دطالبانو دقطر دسياسي دفتر اسلام اباد ته اوس اوس دخپل يو پلاوي دسفر پخلى کړى و او ويلي يې وو ددغه پلاوي اسلام اباد ته دسفر مقصد دافغان کډوالو، سرحدي سيمو او په ځانګړې توګه دملا برادر او نورو بنديانو په اړه خبرې اترې کول دي.

افغان حکومت دطالبانو اسلام اباد ته په دغه سفر هم سختې نيوکې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG