لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاناماليکس: ۱۲کسيزه کميټۍ به د پلټنو تګ لاره جوړوي


د پاناما د پلټنو په لړ کې له دې وړاندې حکومت او مخالفه ډلو خپل خپل تجاويز وړاندې کړي خو د دواړو فريقېنو صلاح پرې نه وه راغلې .
د پاناما د پلټنو په لړ کې له دې وړاندې حکومت او مخالفه ډلو خپل خپل تجاويز وړاندې کړي خو د دواړو فريقېنو صلاح پرې نه وه راغلې .

د پاکستان حکومت او پارلمان کې مخالفه سياسي ډلې د پاناماليکس د پلټنو دپاره په ۱۲ کسيزه کمېټۍ جوړلو صلاح شوي دي . دغه کميټي به په شريکه د پلټنو دپاره تګ لاره (ټي او ار) جوړوي .

د پارلمان مخې ته خبريالانو سره خبرو کې د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد وويل په ۱۲کسيزه کمېټۍ کې به شپږ غړي د حکومت او شپږ د مخالفه سياسي ډلو وي .

هغه وويل ۱۲کسيزه کميټي به تګ لاره جوړوي چې د پاناماليکس، اف شور کمپنو(بهرملکونو کې شرکتونو) لرلو او د بېنکونو نه د قرضونو معاف کولو سره په يو بل د لګؤل شوؤ تورونو دې څه ډول او په کوم فورم پلټنې وکړی شي .

هغه وويل کميټۍ ته د قانوني حيثيت ورکولو دپاره به د زيارت په ورځ پارلمان کې قرارداد وړاندې کولی شي .

نوموړي وويل د کمېټۍ غړي لا نه دي ټاکل شوي خو په دې کې د ښکتني او برني اېوان دواړو غړي شامېلدی شي .

هغه وويل کميټي به په دوه اونو کې د پلټنو دپاره تګ لاره وړاندې کوي .

پرويزرشيد وويل د قامي اسمبلۍ د سپيکر اياز صادق په مشرۍ د کمېټۍ جوړولو دپاره په ترسره شوې غونډه کې دپيپلزپارټۍ، پي ټي ائي، ای اېن پي او تحريک انصاف استازو ګډون درلود .

د ګل په ورځ وزيراعظم نوازشريف د پاناماليکس په اړوند قامي اسمبلۍ ته په وينا کې د کميټۍ جوړولو وړانديز کړی ؤ .

د وزيراعظم د وينا نه پس په پارلمان کې د مخالفه ډلو مشر خورشيدشاه ويلي ؤ مونږ د پاناماليکس او بهر ملکونو کې د پېسو په لړ کې وزيراعظم ته اووه سوالونه اېښودي ؤ ، ولې هغه ورته ځواب ونه وئيلو .

د پاناماليکس په سر نن د شورو په ورځ هم د قامي اسمبلۍ په غونډه کې تود بحث شوی دی .

پاناماليکس کې د وزيراعظم نوازشريف د بچو د نومونو مخې ته راتلو وروستو مخالفه ډلو غوښتنه کوله چې وزيراعظم دې په خپله په دغه لړ کې پارلمان ته وضاحت وړاندې کړي .

د پاناما د پلټنو په لړ کې له دې وړاندې حکومت او مخالفه ډلو خپل خپل تجاويز وړاندې کړي خو د دواړو فريقېنو صلاح پرې نه وه راغلې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG