لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د یو پوځي جنرال په شمول ۱۱ پولس عسکر وژل شوي


 دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دزابل دپوليسو مرستيال مشر غلام جلاني فراهي په دې اړه ويلي دي چې پيښه کې ککړ پوليس عسکر دسرښار قلات څخه تښتيدلى او دځان سره يې وسله او ګاډى هم تښتولى دى.
دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دزابل دپوليسو مرستيال مشر غلام جلاني فراهي په دې اړه ويلي دي چې پيښه کې ککړ پوليس عسکر دسرښار قلات څخه تښتيدلى او دځان سره يې وسله او ګاډى هم تښتولى دى.

دافغانستان ددفاع دوزارت ویلي دقندهار ولايت په شاه ولي کوټ اولسوالۍ کې دسړک غاړې يوه بمي چاودنه کې دافغان پوځ يو لوړپوړى مشر جنرال عبدالبصير شيرواند وژل شوى دى.

ددفاع دوزارت وياند دولت وزيري ويلي شيرواند په قندهار کې يو بريګيډ کمانډر ؤ او دپيښې درامينځته کيدو په مهال دطالبانو په ضد عملياتو کې بوخت ؤ. دکال ١٩٩٦ء څخه کال ٢٠٠١ء پورې قندهار دطالبانو دحکومت مرکز پاتې شوى و.

قندهار په اوسنو کلونو کې پرامنه پاتې شوى خو عسکري چارواکي وايي هغوي باور کوي چې دافغان حکومت او طالب جنګيالو ترمينځ دسپرلي دجګړې په مهال په نزدې هلمند ولايت کې ناقراري قندهار پورې هم غځيدلى شي.

هم دزيارت په ورځ چارواکو ويلي دافغانستان په سويلي ولايت زابل کې يو پوليس پخپلو ملګرو وسله راړولې او ٨ افغان پوليس يې وژلي دي.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دزابل دپوليسو مرستيال مشر غلام جلاني فراهي په دې اړه ويلي دي چې پيښه کې ککړ پوليس عسکر دسرښار قلات څخه تښتيدلى او دځان سره يې وسله او ګاډى هم تښتولى دى.

طالب وياند قاري يوسف ويلي دي دغه پيښه کې دهغوي ډله ککړ ده او ايسوسي ايټډ پريس ته يې ويلي ډزې کوونکې اوس دهغوي سره دى.

په عين حال کې يو پوليس مشر شاه محمد ويلي دي چې دارزګان ولايت په دهراود اولسوالۍ کې هم يو ملګري خپل دوه پوليس عسکر وژلي دي اودغه پيښه په ظاهري توګه شخصي شخړې له امله رامينځته شوې.

افغانستان کې دافغان او بهرنو ځواکونو په ضد داخلي بريدونه يوه لويه ستونزه ده، دغه بريدونه اکثره دطالبانو خواخوږي عسکر ترسره کوي. روانه مياشت کې دافغانستان دقندهار په هوايي اډه ديو افغان عسکر لخوا دوه نړيوال عسکر وژل شوي وؤ، دغه دواړه درومانيه دځانګړو ځواکونو عسکر وؤ.

تيرکال دستمبر په مياشت کې جلال اباد ښار کې يو افغان عسکر په امريکايي ځواکونو ډزې کړې وې او يو امريکايي عسکر يې وژلى ؤ، ددغه بريد پړه حزب اسلامي ډلې په غاړه اخستې وه، حزب اسلامي روانه اوونۍ کې افغان حکومت سره دسولې يوې لوظنامې ته غوڅ شکل ورکړى او هيله کيږي چې په دغه لوظنامه به راتلونکو اوونو کې لاسليک وشي.

کال ٢٠١٤م افغانستان کې ميشتو بهرنو ځواکونو دخپل جنګي مشن پاې ته درسولو اعلان کړى و، دغه هيواد کې اوس مهال خواوشا ١٣ زره امريکايي او دنيټو عسکر افغان عسکرو ته دصلاح مشورې او تربيې ورکولو دنده ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG