لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دڅلورهېواديزه ډلې نه په افغانستان کې د امن راوستو طمع نه لرو، زاخېلوال


زاخېلوال وويل د دغه ډلې نه دا طمع ساتل هم نه دي پکار چې د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې کوم رول ولوبوي .
زاخېلوال وويل د دغه ډلې نه دا طمع ساتل هم نه دي پکار چې د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې کوم رول ولوبوي .

پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي د افغانستان د سولې د عمل دپاره جوړې څلور هېواديزه ډلې نه دا طمع نه ساتو چې په افغانستان کې به امن راولي .

پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال نن په اسلام اباد کې د افغانستان د وضعې په اړه راجوړ سيمينار ته په وينا کې وويل د افغان سولې عمل دپاره جوړې څلور هېواديزه ډلې ( کيو سي جي) مقصد يواځې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لاره هوارول دي .

هغه وويل " مونږ له د کيو سي جي نه دا طمع ساتل نه دي پکار چې دا به په افغانستان کې امن راولي دا يوه داسې ډله ده چې يواځې د امن عمل ملاتړ کولی شي " .

زاخېلوال وويل د دغه ډلې نه دا طمع ساتل هم نه دي پکار چې د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې کوم رول ولوبوي .

افغانستان کې په ورستيو کې د ترهګرۍ د پېښو رامنځته کېدو پس د دواړو ملکونو اړيکې تاؤژنې شوي دي .

د افغانستان د سولې د عمل تيارولو په لړ کې د پاکستان، افغانستان، امريکا او چين څلور هېواديزه ډله جوړه شوې ده .

د شورو په ورځ اسلام اباد کې د افغانستان د سولې دپاره جوړې شوې ډلې پينځمه غونډه شوې وه ، چې پکې د افغانانو په مشرۍ د سولې دپاره د هڅو دومداره ساتلو د ژمنې څرګندونه شوې وه . د غونډې د بلې راتلونکې ليدنې دپاره وخت او ځاې نه ؤ ټاکل شوی .

افغان سفير په خپله وينا کې د دې تحفظاتو څرګندونه هم کړې چې په ورستيو کې په دوحه کې د طالبانو د دفتر استازي پاکستان ته راغلي او پاکستان په دغه لړ کې افغان حکومت ناخبره ساتلی دی ځکه نو د دواړو ترمنځ بداعتمادي به سېوا کيږي .

زاخېلوال وويل "که داسې ډله د پاکستان سفرکوي نو مونږ دې پرې ضرور خبر کړی شوی وی او که مونږ نه خبرول کيږو نو دا به د وړاندې نه موجود شکونه نور هم سېوا کړي ".

تېره مياشت په دوحه کې د افغان طالبانو يو لوړ رتبه هيئت د پاکستان سفر کړی او په هغه وخت د دغه سفر په اړه په مطبوعاتو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې دوې به د پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو، سرحدي سيمو په ستونزو او طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه خبرې کوي .

پاکستان ته د طالبانو د هيئت راتلو په غبرګون کې د افغان صدر مرستيال وياند دواخان مينه پال ويلي ؤ د طالب په نامه ډله چې د افغان اولس او حکومت استازيتوب کوي د دې معنی دا ده چې کومو خلکو په دوې سرمايه ګزاري کړې ده دوې د هغو د ګټو دپاره جنګيږي .

نوموړي ويلي ؤ دا دپاکستان د افغانستان په مسائلو کې ښکاره لاس وهنه ده او دا د پاکستان هغه ښکاره عمل دی چې دی د ترهګرو ډلو په شا ولاړ دی .

مينه پال زياته کړې وه پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات خبره کوي خو دا دې په عمل کې ثابته کړي ، د ترهګرۍ مرکزونه دې وتړي، د دوې مرستې دې پرېږدي د دوې د زخميانو درملنه دې نه کوي . او پاکستان چې څو پورې دا خبرې ثابتې کړي نه وي افغانستان پرې باور نه کوي .

د جمعې په ورځ د پاکستان وزيراعظم د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزيز ويلي ؤ د افغانستان لخوا د پاکستان په اړه منفي بيانونه ورکول د روغې په لړ کې د خنډانو جوړېدو سبب ګرځي . او نوموړي منلې وه چې د بده مرغه افغان افغان حکومت سره خبرو ته تيار نه دي .

په دغه موقع زاخېلوال هم ويلي ؤ چې د دواړو ملکونو پاکستان او افغانستان ترمنځ بې باوري موجوده ده او دا د دواړو ملکونو ترمنځ په اړيکو منفي اغېزې کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG