لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه : بمي چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي،شپږ ژوبل

Argentina - Copa Libertadores matçında

Argentina - Copa Libertadores matçında

دپاکستان دناقراره ولايت بلوچستان په سرښار کويټه کې ديوې بمي چاودنې له امله دوه پوليس عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو وينا ده دکويټې په اسپينى سړک پوليس عسکر دمعمول مطابق په ګزمه بوخت وو چې په دغه مهال دهغوي ګاډى دکورني جوړ شوي بم له لارې په نخښه کړى شو.

دغه چاودنه دبې نظير فلا يي اوور سره نزدې شوې چې پکې دپوليسو ګاډى تباه شوى دى.

دپيښې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر او امدادي ډلې رسيدلي او ژوبل کسان هسپتال ته رسول شوي دي.

دپوليسو وينا ده دچاودنې له امله دنزدې کورونو او دوکانونو شيشې هم ماتې شوي او چاودنه دومره زورداره وه چې غږ يې ترې اوريدل شوى.

دچاودنې څخه وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې دلټونې عمليات هم پيل کړي.

دبلوچستان داخله وزير سرفراز بګټي دپيښې دځايې دوره کړې او ميډيا سره خبرو کې يې ويلي دي پيښه کې ککړ کسان به ډير زر ونيول شي.

يوه اوونۍ دمخه هم دکويټې مشرقي بايي پاس ره نزدې دپوليسو په يو ګاډي دسړک دغاړې بمي چاودنه شوې وه چې له امله يې يو عسکر وژل شوى او اووه نور ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه اړي ګړي اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويې ايالت دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG