دپاکستان په بلوچستان ايالت کې د امريکايي بې پيلوټه جاسوسي الوتکې يو بريد کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدوڅخه پينځه ورځې وروستو دزيارت په ورځ پاکستان پخلى کړى چې هغه وژل شوى دى.
دغه پخلى دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دبهرنو چاروصلاح کار سرتاج عزيز کړى دى.
له دې وړاندې دامريکا ولسمشر براک اوباما او دافغانستان څارګرې ادارې (اين ډي ايس) دپاکستان بلوچستان ايالت کې دډرون يو بريد کې دملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى و خو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار تيره ورځ ويلي وو هغوي به له ثبوت پرته دملا منصور دوژل کيدو پخلى نه کوي.
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دملا اختر منصور په ضد ددغه ډرون بريد منظوري نيغ په نيغه دامريکا ولسمشر براک اوباما ورکړې وه،دپاکستان پوځ او حکومت په دغه بريد امريکا ته احتجاج کړى.
خارجه دفتر کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال سرتاج عزيز دډرون بريد دپاکستان دخپلواکۍ او ملګرو ملتونو دچارټر څخه سرغړونه ګرځولې او ويلي يې دي هغوي ملګري ملتونه هم په دغه معامله دخپلو انديښنو څخه خبر کړي دي.
هغه ويلي دي پريکړه شوې وه چې دستونزې هواري به دخبرو اترو له لارې راويستل کيږي او ددې خبرې اشارې ترلاسه شوې وې چې افغان طالبان به دخبرو اترو ميز ته هم راشي خو دملا اختر منصور وژل کيدو دافغان مذاکراتي عمل ټوله منظرنامه بدله کړه.
امريکايي چارواکي بيا دريځ لري هغوي دپاکستان خپلواکۍ ته درناوى لري خو پاکستان کې به بيا هم هاغه ترهه ګريزې ډلې په نخښه کوي چې امريکايي پوځ تر ترې خطره پيښه ده.
سرتاج عزيزپخلى کړى دى” ټولې نخښانې دا خبره تصديق کوي چې دډرون بريد کې ملا منصور وژل شوى ؤ، هغه په جعلي پيژندګلو سره سفر کولو“
هغه ويلي دي” دډي اين اى دمعائنې انتظار هم کوي او زياته کړې يې ده تر هغې به (دملا اختر منصور) مړى نه سپارل کيږي ترڅو چې مونږ دډي اين اى راپور ترلاسه نه کړو“
خو سرتاج عزيز دا هم ويلي دي چې دملا منصور دوژل کيدو سره يوځل بيا دافغان سولې عمل ته زيان رسيدلى او زياته کړې يې ده ديو کال څخه هم کمه موده کې دسولې عمل دوه ځل تالا ترغه کړل شوى.
دخارجه چارو صلا ح کار ويلي دي دهغوي په نظر افغانستان کې دستونزې هوارى پوځي عمليات نه دي ځکه چې دطاقت په کارول کيدوسره دهغه په قول تيرو ١٥و کلونو کې امن نه دى راغلى.
هغه ويلي دطاقت په کارول کيدو سره به افغانستان نور هم بې ثباته کيږي کوم چې به دسيمې لپاره منفي اغيزې ولري، په ځانګړې توګه افغانستان کې دزياترو ترهه ګريزو ډلو دموجوديت له امله.
سرتاج عزيز يوځل بيا په دې خبره ټينګار کړى چې پاکستان باور لري دافغان ستونزې ترټولو مناسب حل سياسي خبرې اترې دي.
هغه وويل پاکستان افغانستان کې تلپاتې امن ته ليواله دى ځکه چې افغانستان کې امن او ثبات نه يواځې ددغه هيواد داولس لپاره ضروري دى بلکې دټولې سيمې لپاره هم.
سرتاج عزيز په افغان حکومت ټينګار کړى چې دپاک افغان پولې دخونديتوب لړ کې دې ورسره مرسته وکړي ځکه چې دهغه په قول دا دخپل مينځي امنيت لپاره مهمه ده.