لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا دکومو معلوماتو په اساس ملا منصور په نخښه کړى؟


ملا منصور دپاکستان دبلوچستان ايالت په يوه لرې پرته سيمه کې وژل شوى،دغلته له دې وړاندې امريکايي ډرون بريد نه و ترسره شوى.

دافغان پولې ترڅنګ پاکستان کې يو امريکايي ډرون بريد کې دطالب مشر ملا اختر منصور دوژل کيدو دپيښې دڅو ورځو تيريدو باوجود هم دا نه ده په ډاګه شوې چې امريکا ته دغه ځايې کې دملا منصور دموجوديت په اړه خبر څنګه ترلاسه شوى و.

ملا منصور دپاکستان دبلوچستان ايالت په يوه لرې پرته سيمه کې وژل شوى،دغلته له دې وړاندې امريکايي ډرون بريد نه و ترسره شوى.

خو دامريکايي چارواکو وينا ده دغه بريد سره امريکايي تګلاره کې دبدلون يا دپاکستان دقبايلي سيمو دننه دلسو کلونو راهسې دترهه ګرو په ضد دډرون مهم دلمنې غزولو اشاره نه ترلاسه کيږي.

دامريکا غږ دانګريزۍ دڅانګې ديو راپور ترمخه يو امريکايي چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط ويلي دي ملا منصور داسې هدف و چې ناڅاپي مخې ته راغلى او په نخښه کړل شوى خو ددې مطلب دا نه دى چې مونږ خپله تګلاره بدله کړې ده

افغانستان کې دکال ٢٠٠٩م څخه ٢٠١١م پورې دامريکايي ځواکونو مشري او وروستو افغانستان کې دامريکايي سفير په توګه خدمات ترسره کوونکى کارل اينکبيري ويلي دملا منصور دمقام لړ کې معلومات يو لويې پرمختګ و چې امريکا دلاسه نه شو ورکولى.

دهغه په وينا دداسې شخصياتو لړ کې استخباراتي معلومات ترلاسه کيدل اسان کار نه دى، که چرې له دې وړاندې مونږ سره دغسې معلومات وى نو زه په باور سره نه شم ويلى چې مونږ به دبريد پريکړه نه کولى

پاکستان کې په ملا منصور بريد کال ٢٠١١ کې ددغه هيواد په ايبټ اباد ښار کې دالقاعده په مشر اسامه بن لادن دشوي بريد څخه وروستو دوهمه لويه پيښه او بلوچستان ايالت کې ترسره شوى لمړى دډرون بريد و، دغه ايالت کې په شکمنه توګه دطالبانو دکويټې شورا ميشته ده.

دقبايلي سيمو څخه بهر ترسره شوي دغه بريد کې دملا منصور دوژل کيدو سره دوړاندې څخه دتاوتريخوالي ښکار اړيکې نورې هم تاوژنې کيدى شي.

پاکستان ته څه معلوم و؟

تر دې مهاله دا په ډاګه نه ده چې پاکستاني چارواکو ته دملا منصور دموجودګۍ علم و که نه او هغوي امريکا ته دغه لړ کې څومره معلومات ورکړي خو دڅيړونکو ترمخه دا ځواب ددې خبرې تعين کولى شي چې دډرون بريد به ددواړو هيوادونو پخپل مينځي اړيکو څه رقم اغيزه ولري.

رينډ کارپوريشن سره تعلق لرونکى جيسن کيمبل ويلي دا ويل ګران دي چې هغوي ته څه معلومه وه او څه نه خو دا مهال به زه دا ووايم که چرې نزدې راتلونکي کې دغه رقم بريدونه ونه شول نو ددغه يوې پيښې به په اړيکو کومه لويه او اوږدمهاله اغيزه ونه شي.

دپاکستان دبهرنو چارو وزارت دزيارت په ورځ يوځل بيا ډرون بريد دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه ګرځولې او ويلي يې دي دټولو شواهدو څخه معلوميده چې وژل شوي مشر ملا منصور دامن مذاکراتو کې دګډون تياري کوله.

دپاکستان دغه دريځ دامريکا دهاغه بيان ترديد کوي چې ملا منصور دامن لاره کې يو خنډ و، دمذاکراتو مخالفت يې کړى او نور طالبان يې هم مذاکراتو کې دګډون څخه منعې کړي وؤ.

په ايران تور

ملا منصور ته دپاکستان پاسپورټ په يو فرضي نوم جاري کړل شوى و خو په دې دطالب مشر دعکس ترڅنګ مهرونه ثبت وو چې ترې په ډاګه کيږي هغه دايران سفر کړى.

ددې سره دا اندازې پيدا شوي چې کيدى شي ايراني استخباراتي ادارو سي ايي اى ته دملا منصور په اړه خبر ورکړى وي ، خو ددې خبرې کوم ثبوت موجود نه دى.

دافغانستان داستخباراتي شبکې پخواني مشر امرالله صالح دفيس بک پخپله پاڼه ليکلي زما پيشه وارانه مفروضه او اندازه دا ده چې دملا منصور وژنه کې دامريکا او ايران داستخباراتي ادارو ترمينځ دمرستې امکان له پامه نه شي غورځول کيدى

دافغان ياغي ډلې حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم په ايران دغه رقم تورونه لګولي دي.

دايران ترديد

خو اسلام اباد کې دتهران سفير مهدي هنردوست دستراتيژيکي مطالعو په اداره کې دوينا په مهال دا تورونه رد کړي چې ګنې تهران دافغان طالب مشر ملا منصور سره اړيکې لرلې او ورسره يې په پټه کار کولو.

هغه وويل دطالبانو پشان ترهه ګريزې ډلې سره دايراني حکومت دمرستې سوال نه پيدا کيږي.

دسولې په خبرواغيزه

روانه مياشت کې دافغانستان، پاکستان، چين او امريکا سفارت کارانو اسلام اباد کې په افغان امن عمل خبرې اترې کړې وې.

دغه ډلې په ١٩م اپريل کابل کې دطالبانو له لوري دافغان څارګرې ادارې په دفتر دبريد غندنه کړې وه او ويلي يې وو ددغسې بريدونو کوونکو ته ددې دنتيجو زغملو لپاره تيار اوسيدل پکار دي.

پاکستان دريځ لري چې په ملا منصور دامريکايي ډرون بريد ترسره کيدو سره دافغان سولې عمل ته زيان رسيدلى.

افغان طالبانو دخپل نوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده په مشرۍ افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکار کړى او دړکه يې کړې چې جګړه به دوامداره وي.

خوامريکا بيا په طالبانو ټينګار کوي چې افغان حکومت سره دې خبرو اترو ته کښيني ځکه چې جوړجاړى دهغوي لپاره يواځينۍ لار ده.

XS
SM
MD
LG