د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين اېچ سي ار) اندېښنه څرګنده کړې چې روانه اونۍ د اټلي په سويلي سيمه کې ډوبو شوؤ درې کشتو کې د ۷۰۰ نه زيات کډوال چې په غېرقانوني توګه يې يورپ ته د تلو هڅه کوله بحېره روم کې ډوب شوي دي .
راپورونه وايي د شورو په ورځ د قاچاقبرو د کشتۍ نه خواؤشاه ۱۰۰کډوال بلې کشتۍ ته اړول شوي او بله کشتۍ چې د زيارت په سحر ډوبه شوې ۵۵۰ کسان پکې سواره ؤ او ليبيا ته روانه وه سواره کسان يې ورک دي .
د اټلي پوليسو د دوېمې کشتۍ چلوؤنکی ۲۸کلن کس چې د سوډان سره يې تعلق دی نيولی دی هغه ځان د ډوبېدو نه بچ کړی ؤ .
درېمه کشتۍ چې د سورو کسانو شمېره يې نه ده مالومه په دوې کې ۱۳۵ بچ کړی شوي او د ۴۵ کسانو مړي ترلاسه شوي دي په دوې کې هم يو شمېر تراوسه بې درکه دي .
د يو اېن اېچ سي ار وياند فېډريکو فوسي اې ایف پي ته ويلي " دوې يقيني نه شي ويلی خو په دې ويره کې دي چې ۷۰۰ کسان روانه اونۍ په درېو کشتو کې ډوب شوي دي " .
د اټلي د ساحل ساتونکو محافظو ويلي د جمعې د ورځې پورې يې په بحېره روم کې د کشتو نه په ۱۶ بېلابيلو عملياتو کې ۱۹۰۰ کډوال بچ کړي دي .
په دغو پېښو کې بچ کړی شوي کسان ساحلي ښارونو تورانتو او پوزالو ته منتقل کړی شوي دي او هلته د اټلي چارواکي د دوې په اړه مالومات رايوځاې کوي .