لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: د ګجرات وژنو کې ۲۴ کسان قصوروار ګرځول شوي


د هند د ځانګړي عدالت جج ويلي راتلونکې اونۍ کې به دغو مجرمانو ته سزاګانې واورل شي .
د هند د ځانګړي عدالت جج ويلي راتلونکې اونۍ کې به دغو مجرمانو ته سزاګانې واورل شي .

د هند يو عدالت نن د زيارت په ورځ کال ۲۰۰۲م کې د ګجرات په رياست کې د هندوانو لخوا د ۶۹ مسلمانانو د وژنې په کېس کې ۲۴ کسان قصوروار ګرځولي دي . په دغو ۲۴ کسانو کې ۱۱ باندې د قتل فردجرم لګول شوی دی .

د هند د ځانګړي عدالت جج پي بي ډيسايي ويلي راتلونکې اونۍ کې به دغو مجرمانو ته سزاګانې واورل شي .

په کال ۲۰۰۲م کې د هند د ګجرات رياست په مرکزي ښار احمداباد کې په ګڼ شمېر کې هندوان ګلبرګ هاؤسنګ سوسائټۍ ته ننوتي او ۶۹ کسان يې وژلي وو. په وژل شوؤ کسانو کې د پارلمان پخوانی غړی احسان جعفري هم شامل وو .

د جعفري مېرمن ذکيې د کېس په فېصله د خوشحالۍ څرګندونه کړې خو په کېس کې د ۳۶ کسانو د بري کېدو په پرېکړه يې مايوسي ښکاره کړې ده .

د کال ۲۰۰۲م د فرورۍ په مياشت کې د هندوانو په يو اورګاډي بريد شوی او اُور ورته اچول شوی ؤ او د پېښې تور په مسلمانانو لګول شوی ؤ په دغه پېښه کې ۵۹ کسان وژل شوي وو .

د دې پېښې نه يوه ورځ وروستو ګجرات کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د اخ وډب ترڅنګ انښتې شوې وې او تر درېو مياشتو پورې روانې وې چې پکې د ۱۰۰۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې مسلمانان وو .

ګجرات کې د اړي ګړي په وخت د هند موجوده وزيراعظم نريندر مودي د دغه رياست اعلی وزير ؤ ، مودي باندې تور لګول کيږي چې په مسلمانانو ترسره شوي تشدد باندې هغه سترګې پټې کړې وې ولې هغه دغه تورونه ردوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG