لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خيبرايجنسي :نښته کې دڅلورو ترهه ګرو دوژل کيدو دعوه


دامنيتي سرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په مستک سيمه کې دامنيتي ځواکونو او ترهه ګرو ترمينځ نښته شوې ده چې له امله يې څلور ترهه ګر وژل شوي او دهغوي مړي وروستو دجمرود روغتون ته رسول شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دامنيتي ځواکونو اووسله والو جنګيالو ترمينځ نښته کې څلور تندلاري وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په مستک سيمه کې دامنيتي ځواکونو او ترهه ګرو ترمينځ نښته شوې ده چې له امله يې څلور ترهه ګر وژل شوي او دهغوي مړي وروستو دجمرود روغتون ته رسول شوي دي.

دامنيتي سرچينو وينا ده دجمرود روغتون کې تر دې مهاله ددوو جنګيالو پيژندګلو شوې چې دهغوي تعلق دباړې تحصيل سره دى او ددوو پيژندګلو لا نه ده شوې.

سيمې پورې ازاده ميډيا رسد نه لري چې له دې امله دغلته دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو او پکې دواړو خواو ته داوښتونکې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نه شي کيدى.

دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو دپيل کولو څخه وروستو دپاکستان پوځ خيبرايجنسۍ کې هم داکتوبر په مياشت کې پوځي عمليات پيل کړي وؤ.

وروستو پوځ دغه سيمه دترهه ګرو څخه پاکه ګرځولې وه او دعملياتو پاې ته درسولو اعلان يې کړى و خو دغلته اوس هم اکثره دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

XS
SM
MD
LG