لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : پوځي عملياتو کې ابادي په بشپړه توګه ورانه شوې


ډېر خلک چې بيرته ستانه شوي کورونه يې وران پراته دي هغوې په خېمو يا ټېنټونو کې په ژوند تېرولو مجبور دي .
ډېر خلک چې بيرته ستانه شوي کورونه يې وران پراته دي هغوې په خېمو يا ټېنټونو کې په ژوند تېرولو مجبور دي .

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان کې د وسله والو په ضد پوځي عملياتو کې د سيمې ابادي په بشپړ ډول ورانه شوې ده .

جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په کال ۲۰۰۹م کې د راه نجات په نوم د وسله والو جنګيالو په ضد عمليات پېل کړي او د عملياتو له امله ۷۲ زره کورنۍ کډه شوې وې . بې کوره شوي خلک د خېبرپښتونخوا ترڅنګ د بلوچستان ترڅنګ کراچۍ ته هم تلي وو .

د قدرتي افتونو په وخت د قبائيلي سيمو د انتظام ادارې اېف ډي اېم ای ترمخه ۷۲ زره کډوال شوې کورنۍ رجسټر شوې او نورې ډېرې غېررجسټر پاتې شوي وې .

اووه کاله پس دغه سيمه د وسله والو څخه پاکه ګرځول شوې او بې کوره شوؤ خلکو ته د بيرته تلو اجازه ورکړی شوې ده . دغه پوځي عمليات د جنوبي وزيرستان په لدها، مکين، تيارزه، سروکۍ او سره روغه سيمو کې شوي وو .

مکين سيمې ته بيرته تلي خلک وايي چې دوي خپلو علاقو ته په راستنېدو خوشحاله دي خو کورونه او نوره ابادي په مکمله توګه ورانه پرته ده، په کورنويې چهتونه نشته او دېوالونه يې غورځېدلي دي .

د مکين سيمې ګل نواز چې د کډوالۍ نه بيرته راستون شوی وايي " مونږ سره حکومت وعدې کړې وې چې تاسو ته به د کورونو دپاره پېسې درکول کيږي علاقه به ابادولی شي خو دلته هيڅ نشته کورنه ړنګ پراته دي بازارونه وران کړی شوي دي او هرڅه تباه دي" .

د نواز په وينا سيمه کې د اوبو نه علاوه نور هيڅ اسانتيا نشته .

پوځي چارواکو د جنوبي وزيرستان په هغو سيمو کې يوڅو علاقوته خبريالان بوولي دي چرته چې عمليات شوي دي، هلته کورنه په مکمله توګه تباه پراته دي البته په لاره پوځې پوستې ډېرې ليدل کيږي .

او پوځي چارواکي کرنل سجاد ويلي يو خو دا کورونه د وسله والو په ولقه کې وو

ويشتل شوي په هغې وران شوي او بل دلته واوره کيږي ځيني کورونه هغې غورځولي دي .

يو بل کډوال شوی تن ملک کرامت الله چې يواځې د علاقې ليدو له ورغلی کورنۍ يې بيرته نه ده ستنه کړې وايي " دلته هرڅه وران ويجاړ دي د اوسېدو ځاې نشته بل څه انتظام نشته خلک که بيرته راځي نو چرته به اوسيږي کورونه خو يې ړنګ پراته دي، مونږ د ملک دپاره قربانۍ ورکړې اوس دې زمونږ سره هم لاس وشي چې بيرته خپلو علاقو ته کډې راوړو " .

هغه وويل حکومت اعلان کړی چې کوم کورونه په بشپړ ډول وران شوي هغوې له به څلور لاکه روپۍ او چې نيم وران دي هغوې له يو لاک ۶۰زره روپۍ ورکوي خو نوموړی وايي په څلور لاکه روپۍ يوه کمره هم نه جوړيږي دا پېسې ډېرې کمي دي .

هغه زياته کړه کوم خلک چې د وسله والو لخوا په سيمه کې وژل شوي حکومت دې د هغوې سره مرستې اعلان کړي .

د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجګړا د اپرېل په مياشت کې جنوبي وزيرستان ته ورغلی او په سيمه کې د پوځې عملياتو له امله وران شوؤ کورونو دپاره يې دوه اربه روپۍ اعلان کړې وې .

د لدها سب ډويژن مرستيال پوليټيکل ايجنټ نجيب الله وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته ويلي يو ارب روپۍ خلکو ته ورکړی شوي او نورې ورکول کيږي .

د سيمې پوځې مشر (جي او سي) انوارالحق ويلي جنوبي وزيرستان يې په سخت موسم او حالاتو کې د وسله والو څخه پاک کړی او د هغې نه وروستو پکې ترقياتي کارونه پېل کړی شوي دي .

د نوموړي په وينا په جنګ ځپلو قبائيلي سيمو کې ۱۴۳ پرمختيايي پروژې سرته رسول شوي دي چې پکې ۲۹ په جنوبي وزيرستان کې پوره کړی شوي دي .

چارواکي وايي په سيمه کې يې ډېر ترقياتي کارونه کړي او په نورو کار روان دی ولې کډوال شوي خلک چې سيمې ته بيرته ستانه شوي وايي سړک ليدل کيږي چې جوړ شوی، ځينې سکولونه او روغتون هم تيار شوي دي ولې په سکولونو کې استازان نشته، او په روغتون کې دوايانې شته او نه ورته ډاکټران راغلي دي .

د اېف ډي اېم ای د چارواکو په وينا په ۷۲زره کډوال شوؤ رجسټرډ کورنو کې ۲۱ زره بيرته ستنې شوي او دومره غېررجسټر خلک بيرته تلي دي .

د غېررجسټرکډوالو سره هيڅ قسمه مرستې نه کيږي .

ډېر خلک چې بيرته ستانه شوي کورونه يې وران پراته دي هغوې په خېمو يا ټېنټونو کې په ژوند تېرولو مجبور دي . ځيني خلک وايي دوې ته وئيل کيږي چې د کورونوجائزه به يې اخستل کيږي او د هغې وروستو به ورته پېسې ورکولی شي .

د پاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان په کال ۲۰۰۹م او د هغې نه وړاندې د طالبانو قوي مرکز پاتې شوی دی . د پوځي چارواکو په وينا دغلته نه يواځې ځايي وسله وال بلکې بهرني جنګيالي هم موجود وو .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG