لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه:د قانون د کالج پرنسپل په ډزو وژل شوی


د بلوچستان يو شمېر وکيلان روغتون ته رسېدلي او د بېرسټر د وژنې په غبرګون کې يې په عدالتونو کې د کار نه کولو اعلان کړی دی .
د بلوچستان يو شمېر وکيلان روغتون ته رسېدلي او د بېرسټر د وژنې په غبرګون کې يې په عدالتونو کې د کار نه کولو اعلان کړی دی .

د پاکستان بلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې نامالومو وسله والو د قانون د کالج (يونيورسټي لا کالج) پرنسپل په ډزو وژلی دی .

د راپورونو ترمخه د يونيورسټي اف بلوچستان لا کالج پرنسپل بېرسټر امان الله خان اچکزی نن د شورو په ورځ سحر کوئټه کې په سپيني روډ باندې په هدف کړی شوی دی .

د پوليسو په وينا وسله والو د هغه ګاډی په ډزو سوری سوری کړی ، اچکزی په ډزو کې ژوبل شوی او د کوئټې په سېول روغتون کې يې وروستو ژوند دلاسه ورکړی دی .

پوليس او د ملېشې ځواکونو د پېښې پلټنې پېل کړي دي .

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې .

د بلوچستان ګورنر محمدخان اچکزي او وزيراعلی نواب ثناالله زهري د پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې او وزيراعلی پېښه کې د ککړو عناصرو د نيولو هدايات جاري کړي دي .

د بلوچستان يو شمېر وکيلان روغتون ته رسېدلي او د بېرسټر د وژنې په غبرګون کې يې په عدالتونو کې د کار نه کولو اعلان کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG