لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان :بريد کې شپږ عسکر او ١٥ جنګيالي وژل شوي


 دننګرهار دوالي دوياند ترمخه دپاکستان پولې ته نزدې دننګرهار په هسکه مينه اولسوالۍ کې جنګيالو دپوليسو په هيډکوارټر بريد کړى چې له دې وروستو ددواړو خواو ترمينځ تر څو ساعتو نښته وشوه.
دننګرهار دوالي دوياند ترمخه دپاکستان پولې ته نزدې دننګرهار په هسکه مينه اولسوالۍ کې جنګيالو دپوليسو په هيډکوارټر بريد کړى چې له دې وروستو ددواړو خواو ترمينځ تر څو ساعتو نښته وشوه.

افغان چارواکي واييدتندروه ډلې داعش جنګيالوننګرهار ولايت کې داولسوالۍ دامنيه قوماندان شاه محمود په ګډون شپږعسکر وژلي دي.

دننګرهار دوالي دوياند ترمخه دپاکستان پولې ته نزدې دننګرهار په هسکه مينه اولسوالۍ کې جنګيالو دپوليسو په هيډکوارټر بريد کړى چې له دې وروستو ددواړو خواو ترمينځ تر څو ساعتو نښته وشوه.

هغه وويل نښته کې دداعش ١٥ جنګيالي هم وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

وياند عطاء الله خوګياڼي دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي دبريد لاندې راغلو عسکرو ته په وخت دکومک ليږلو سره دغه بريد په شا وتمبول شو.

هغه وويل چې بريد کې شپږ پوليس عسکر ژوبل شوي هم دي.

خو سيمه ييز ميډيا او ځايې اوسيدونکي بيا وايي بريد کې ١١ عسکر ژوبل شوي چې پکې دشپږو حالت سخت دى.

دنزدې روداتو په اولسوالۍ کې دجمعې دنمونځ په مهال يو جومات کې شوې بمي چاودنه کې هم څلور نمونځ ګزار وژل شوي او د٧٠و څخه زيات نور ژوبل شوي دي، وژل شوو کې دجومات امام هم شامل دى.

د افغانستان ګاونډي هيواد پاکستان کې یو امریکايي ډرون بريد کې تيره مياشت د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کيدو اؤ د طالبانو د نوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده له ټاکل کيدو وروستو طالبانو ټول افغانستان کې د افغان حکومت اؤ عسکرو په ضد خپله د بريدونو لړۍ نوره هم چټک کړې ده.

اؤ د طالبانو نوي مشر ملا اخندزاده په زغرده ويلي چې د افغان حکومت سره به خبرې نه بلکې جګړه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG