لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده مشر د طالبانو له نوي مشر سره بېعت اعلان کړی


الظواهري له دې وړاندې د طالبانو مشر ملااختر منصور سره هم بېعت کړی ؤ .
الظواهري له دې وړاندې د طالبانو مشر ملااختر منصور سره هم بېعت کړی ؤ .

د القاعده مشر اېمن الظواهري د طالبانو نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بېعت اعلان کړی دی .

الظواهري په۱۴ منټه پېغام کې چې په انټرنېټ خپور کړی شوی دی ، هغه پکې اخندذاده ته د " مومنانو امير" او د مسلمانانو " قانوني" مشر ويلي دي .

د طالبانو مشر ملا اختر منصور تېره مياشت د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان بلوچستان صوبې په لرې پرته سيمه کې امريکايي ډرون بريد کی وژل شوی ؤ .

ملا هبت الله اخندزاده له هغې وروستو د طالبانو نوی مشر وټاکل شو .

الظواهري له دې وړاندې د طالبانو مشر ملااختر منصور سره هم بېعت کړی ؤ .

راپورونه وايي د خالي په ورځ جاري کړي پېغام کې الظواهري د طالبانو مشر ملامنصور په وژنه خواشيني هم ښودلې ده .

د امريکايي چارواکو په وينا صدر باراک اوباما ملااختر منصور باندې د ډرون بريد اجازه ورکړې وه ځکه د طالبانو مشر د سولې دخبرو مخالفت کولو او افغانستان کې يې امريکايي او افغان ځواکونو باندې د بريدونو پلان درلود .

ملامنصور باندې شوی بريد د امريکا وړومبی ډرون بريد ؤ چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې ترسره شوی ؤ . د پاکستان خارجه دفتر دغه بريد د خپلې خپلواکۍسرغړونه ګرځولې وه .

امريکا د اوږدې مودې راهسې وايي چې د پاکستان پوځ او استخبارات افغان طالبانو او جنګيالو ته محفوظ ځاې ورکوي ولې اسلام اباد تل دغه تورونه رد کړي دي ، باوجود د دې چې د طالبانو مشران په قبايلي سيمو او مشرتابه په کويټه کې پاتې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG