لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ۲۰ کلونو کې۶۰زره کډوال مړه يا بې درکه شوي دي


سازمان په خپل راپور کې ويلي اصل شمېره به د دې هم لوړه وه ځکه چې ډېر مړي په لاس رانشي او يا يې پېژندګلو ونه شي .
سازمان په خپل راپور کې ويلي اصل شمېره به د دې هم لوړه وه ځکه چې ډېر مړي په لاس رانشي او يا يې پېژندګلو ونه شي .

د کډوالو يو نړيوال سازمان (ائي او اېم) ويلي په تېرو دوه لسيزو کې د اوبو او وچې په لار لږ تر لږه ۶۰ زره کډوال مړه يا بې درکه شوي دي .

سازمان په خپل راپور کې ويلي اصل شمېره به د دې هم لوړه وه ځکه چې ډېر مړي په لاس رانشي او يا يې پېژندګلو ونه شي .

د راپور ترمخه په تېرو دوه کاله موده کې زيات کډوال په بحېره روم کې مړه شوي دي . د کډوالو نړيوال سازمان ويلي په کال ۲۰۱۴م کې په نړيوال کچ ۴۵۰۰ کډوال مړه شوي دي .

سازمان وايي د روان کال د شمېرو ترمخه سږکال ګرده نړۍ کې ۳۴۰۰ کډوال مړه شوي دي .

د ائي او اېم د نړيوالې شمېرې د مرکز مشر فرينک لزکو ويلي په دغه شمېره کې د ۸۰ فيصده نه زيات کسان هغه مړه شوي چې خلکو د سمندر د لارې يورپ ته د رسېدو هڅه کوله .

د هغه په وينا " د منځني بحېره روم د لارې سفر کې په ۲۳ کسانو کې يو مړ شوی دی" .

هغه ويلي سږ کال په منځني بحېره روم باندې د اوړېدو په هڅه کې په ۲۳ کې يو کس مړ يا بې درکه شوی او دا د اندېښنې وړ شمېره ده .

د ترکي او يورپي يونين ترمنځ د دې دپاره تړون شوی چې يورپ ته تلونکو کډوالو ته قانوني لار برابره کړي . ولې زياتره کډوال د ليبيا نه اټلي ته د تلو دپاره د سمندر خطرناکه لار کاروي .

د لزکو په وينا په دغه لار د مرګ خطره نور سېوا شوې ده ولې د بحېره روم د لارې د کډوالو د تلو شمېره دومره نه ده زياته شوې څومره چې هېله کېده .

وايس اف امريکا سره په خبرو کې هغه ويلي د افغانستان، عراق او شام نه د راتلونکو کډوالو شمېره نه ده سېوا شوې .

د هغه په وينا " دا ويره موجوده وه چې د ختيځ بحېره روم د لارې بندېدو له امله به د منځني بحېره روم په لار د کډوالو سفر سېوا شي ولې داسې ښکاري چې په دې لار تراوسه پورې د افريقي د غټې وچوبې د هېوادونو نه د راتلونکو کډوالو شمېره زياته ده " .

لزکو ويلي په دوې کې نزدې ۱۰فيصده د نايجيريا نه او د پاتې نورو ۱۰ فيصده تعلق د اريټيريا سره دی او پاتې نور ټول د لويديځ او ختيځ افريقې نه راځي .

هغه دې پله پام راګرځولی چې سويلي ختيځ اسيا کې د کډوالو د مړينې شرح دومره لوړه ده څومره چې په بحېره روم کې ده ولې په سمندر د اوړېدونکو کسان شمېره کمه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG