لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ضرب عضب په دوه کاله عملياتو کې ۳۵۰۰ ترهګر وژل شوي، عاصم باجوه


عاصم باجوه وويل په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پېل کولو نه وړاندې افغان چارواکي په اعتماد کې اخستل شوي وو
عاصم باجوه وويل په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پېل کولو نه وړاندې افغان چارواکي په اعتماد کې اخستل شوي وو

د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دوه کاله وړاندې د ضرب عضب په نوم پېل کړی شوؤ عملياتو کې ۳۵۰۰ ترهګر او د وسله والو وسله والو سره په نښتو کې ۵۰۰ پوځي عسکر وژل شوي دي .

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې مشر لفټنټ جنرال عاصم باجوه په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنګيالو په ضد دوه کاله وړاندې پېل کړی شوؤ ضرب عضب عملياتو تفصيل خبريالانو ته وړاندې کړو او وې ويل د ترهګرۍ په ضد ډېر کار ترسره شوی او ځينې اوس هم پاتې دی او د هغې د خاتمې دپاره عمليات دوام لري .

د پوځ وياند د ضرب عضب د لاس ته راوړنو په اړه وويل شمالي وزيرستان کې په دوه کاله موده کې ۳۶۰۰ مربع کلوميټره علاقه د ترهګرو څخه پاکه کړی شوې ده .

هغه وويل دغه سيمه د القاعده، طالبانو او نورو وسله والو قوي مرکز جوړ ؤ . نوموړي زياته کړه د ضرب عضب له امله وسله وال خېبرايجنسۍ پله وتښتېدل او هلته هم د جنګيالو په ضد د خېبرون او خېبرټو په نوم عمليات وشو .

د پوځي وياند ترمخه هلته د لشکر اسلام ډلې سره اړونده۹۰۰ وسله وال وژل شوي دي ، او په عملياتو کې دو سله والو ۹۹۲ ځالې تباه کړی شوي دي .

عاصم باجوه وويل په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پېل کولو نه وړاندې افغان چارواکي په اعتماد کې اخستل شوي وو او زياته يې کړه د شمالي وزيرستان د عملياتو نه چې کوم وسله وال افغانستان لوري ته تښتېدلي دي که هلته د هغوې په ضد عمليات شوی ؤ لا نورې ګټورې نتيجې به يې اوس زمونږ په وړاندې وې .

شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو نه نزدې لس لاکه خلک بې کوره شوي وو چې زياتره يې اوس هم د کډوالۍ ژوند تېروي .

نوموړي خپلو خبرو کې د افغانستان سره د تورخم په پوله روان کړکېچ په اړه وويل افغان ځواکونو په پاکستاني ځواکونو د دروازې لګولو په وخت ډزې کړي يو پوځي افسر مېجر علي جواد پکې وژل شوی او ۱۹ نور پکې ژوبل شوي دي .

هغه وويل دا دوازه د کال ۲۰۰۴م نه موجود ده او زياته يې کړه د افغانستان سره د پاکستان اوږده پوله لګېدلې ده ټوله سمبالول ګران دي او تلو راتلو دپاره پرې ۸ لارې جوړې دي . هغه وويل د تورخم په پوله دروازه د ترهګرو د مخې نيولو دپاره لګول کيږي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم د نهې په ورځ شمالي او جنوبي وزيرستان ته ورغلی هلته يې د قبايلي مشرانو او پوځي عسکرو سره ورځ تېره کړې وه .

د پوځ سرلښکر ويلي ؤ ضرب عضب کې بې د څه توپيره د وسله والو په ضد عمليات شوي دي . هغه ويلي ضرب عضب په اخري پړاؤ کې دی او ترهګر به بيرته سيمې ته نه شي پرېښودل کېدی او پوځ به د خپل کار پوره کولو پورې په علاقه کې موجود وي .

نوموړي د قبايلي خلکو د قربانو ستاينه کړې او ويلي يي دي د کال ۲۰۱۶م د اخرې پورې به دوې خپلو علاقو ته ستانه کړی شي .

د پوځ وياند نن په مطبوعاتي غونډه کې دا هم وويل چې د ضرب عضب نه پس په کراچۍ کې پېل شوؤ عملياتو کې ۱۲۰۰ ترهګر نيول شوي يا وژل شوي دي .

په کال ۲۰۱۴م کې د وسله والو طالبانو سره د حکومت خبرو ناکامه کېدو او په کراچۍ کې نړيوال هوايي ډګر باندې د ترهګر بريد وروستو د ضرب عضب عملياتو پېل کولو پرېکړه شوې اود جون د مياشتې په ۱۵م نېټه دغه عمليات پېل کړی شوي وو .

څيړونکي وايي که څه د ضرب عضب عملياتو سره په ملک د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو د تُندروۍ نوغی نه دی ويستل شوی او اوس هم لا ډېر کار پاتې دی څيړونکي وايي ترهګري او انتهاپسندي، سخت دريزي يوه مفکوره ده او يواځې په قبائيلي سيمو کې نا بلکې په ټول ملک کې د دې په ضد کوټلي عمليات پکار دي .

د دې ترڅنګ د شمالي وزيرستان کډوال هم نيوکې کوي چې د دوې سره د بيرته ستنېدو کومې وعدې شوې وې هغه هم سرته نه رسول کيږي .

د شمالي وزيرستان د پوليټيکل انتظاميي ترمخه د شمالي وزيرستان د ۴۰ زرو کورنو نه زياتې بيرته ستنې شوي او د ۶۰ زرو پورې پاتې دي . خو بيرته ستنېدونکي کډوال وايي علاقه او کورونه يې وران پراته دي اوسانه پکې ګرانه ده او نه ورسره د حکومت لخوا شوې وعدې ترسره شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG