د افغانستان صدر محمداشرف غني د اختر په مناسبت په يو ويډيويي پېغام کې دکومې وسله والې ډلې د نوم اخستو پرته وئيلي چې د ځيني خلکو د وړوکي اختر پېغام کې بې له تاوتريخوالي بل څه نشته .
اشرف غني په مسجد نبوي (ص) د بريد وروستو وئيلي چې ترهه ګرو اوس دغه عمل تر مدينې راورسوو .
نوموړي په خپل پېغام کې زياته کړې چې دوي اوس هم د سولې خبرو ته چمتو دي او غواړي چې د نورو خلکو له ولقې وتلي افغانان بايد يو پرامنه ژوند اړخ ته راستانه شي .
ښاغلي اشرف غنې په دې موقع اعلان وکړو چې افغان حکومت او افغان ملت د سولې ور پرانستی دی او دوي کله هم د وينې تويولو لار نه خوښوي .
افغان صدر په خپل پېغام کې له ديني عالمانو، د مدني ټولنې او ښځو فعالانو دا غوښتنه هم وکړه چې بايد دوي د افغانانو ترمېنځه د سولې خبرې پېلېدو لړ کې مرستې وکړي .
ښاغلي غني په خپل دغه پیغام کې په پوځي ډګر د افغان امنیتي ځواکونود لاسته راوړنو د یادونې سره سره د غوره حکومت په برخه کې شوي پرمختګونه هم یاد کړل .
نوموړي د چابهار او اقيني بندرونو پرانستل،د چين ، تاجکستان، ازبکستان د اوسپنې پټلۍ د غځولو پروژو په اړه وئيلي چې د دې د لارې به افغانستان د جغرافيايي محاصرې نه بهر راوستل شي .
اشرف غني ووئيل، که چرته په دې سيمه کې څوک د جنګ فکر کوي نو د دوي دغه سوچ بې اساسه دی .
افغان صدر له دې خبرې انکار نه دی کړی چې په امنيتي ادارو کې د دښمن مرستيال نشته ولې په دې خبره يې ټينګار کړی چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ادارې اوس ډېرې پياوړې دي .
اشرف غني د وړوکي اختر نمونځ د نورو حکومتي چارواکو سره د ارګ په جومات کې وکړو او په دې موقع کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو .
که څه هم د وړوکي اختر په موقع په افغانستان کې د بدامنۍ کومې ډېرې پېښې نه دي رامېنځ ته شوي ولې د سرپل ولايت کې يو ځانمرګي بريد شوی چې پکې د يو مقامي کمانډر د کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي .
د سرپل ولايتي چارواکو په وېنا چې د دې بريد کوونکي هدف د جمعيت اسلامي د ګوند يو مقامي کمانډر محمدرحيم ؤ ولې په دغه بريد کي هغه بچ پاتې شوی او د ده دوه زامن، زوم، خوريی او يو بل تن پکې ژوبل شوي دي .
تر اوسه کومې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده منلې .