لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان خبريالانو دپاره روان کال تر ټولو خطرناک، راپور


خبريالانو باندې د تشدد د ۲۱ پېښو زمه وار حکومت او د ۱۶ پېښو زمه وار طالبان دي .
خبريالانو باندې د تشدد د ۲۱ پېښو زمه وار حکومت او د ۱۶ پېښو زمه وار طالبان دي .

د څارنې يوې ډلې ويلي افغانستان کې روان کال (۲۰۱۶م) کې تراوسه پورې لس خبريالان د دندې ترسره کولو په وخت وژل شوي دي ، د دغه هېواد په تاريخ کې روان کال د خبريالانو دپاره تر ټولو خونړی ګرځېدلی دی .

د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټۍ د روان کال د شپږو مياشتو راپور جاري کړی او ويلي يې دي د تېر کال په پرتله سږ کال افغانستان کې خبريالانو باندې د تشدد پېښې ۳۸ فيصده سېوا شوي دي .

راپور ويلي چې د تشدد زياتې پېښې د حکومت په استازيتوب ترسره شوي ، په دې کې کوم لاس ککړ دی دا نه ده په ډاګه کړی شوې .

راپور دا هم ويلي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د طالبانو لخوا هم په خبريالانو د تشدد پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

د راپور ترمخه خبريالانو باندې د تشدد د ۲۱ پېښو زمه وار حکومت او د ۱۶ پېښو زمه وار طالبان دي .

راپور د هېواد رسنيو ته ازادې ويلي او دې ته يې " د تېرو ۱۵ کالو لويه کاميابي وئيلې ده "، ولې د دې ترڅنګ راپور دا هم وايي هېواد کې د امنيت د بدې وضعې سره خبري ادارو کې د ښځينه کارکوؤنکو موجودګي هم کمه شوې ده .

"دا وخت په ښاري سيمو کې په رسنيو کې په پراخه توګه د ښځو شتون محدود دی، د ښځود مشرۍ او خبرونو په برخه کې رول کمزوری ساتل شوی او دا په رسنيو کې د ښځو شتون او شاته تګ په ګوته کوي" .

راپور کې د افغانستان د اطلاعاتو په وزارت غږ شوی چې د خبريالانو او حکومت ترمنځ د ماحول او همکارۍ دپاره نور کار وکړي، او زياته کړې يې ده چې د کمو معلوماتو شريکول " په هېواد کې خبريالانوته د کار په وخت لوې خنډ جوړيږي" .

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG