لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي ځواکونه افغانستان کې هره ورځ د طالبانو ضد عمليات کوي


د واک ترلاسه کېدو سره افغانستان کې موجود امريکايي عسکر اوس نېغ په نېغه طالبان په هدف کولی شي .
د واک ترلاسه کېدو سره افغانستان کې موجود امريکايي عسکر اوس نېغ په نېغه طالبان په هدف کولی شي .

افغانستان کې د امريکې لوړ پوړي پوځي کمانډر ويلي چې د نوي واک ترلاسه کېدو وروستو يې ځواکونه د طالبانو اهداف " هره ورځ " په نخښه کوي، دا د افغان حکومت ملاتړ دی چې دغه هېواد د تُندروۍ او ترهګرۍ څخه پاک کړی شي .

د نهې په ورځ د باګرام هوايي اډه باندې خبرو کې جنرال جان نکولسن وويل چې د طالبانو په ضد عملياتو کې د افغان ځواکونو د مرستې دپاره يې پوځ په ښه طريقې سره تيار دی او په بېلابيلو سيمو کې عمليات کوي .

جنرال نکولسن دغه خبرې د افغانستان په ناڅاپي دوره راغلي د امريکې دفاع وزير اېش کارټر ترڅنګ رسنيو سره په خبرو کې کړې ده .

له دې وړاندې کارټر په کابل کې ويلي ؤ چې د صدر اوباما لخوا امريکايي ځواکونو ته د پراخه واک ورکولو سره د امريکې او افغانستان ځواکونو ته د خپلې کارکردګي په غوره طريقې سره کارولو اجازه مېلاؤ شوې ده .

د دغه واک ترلاسه کېدو سره افغانستان کې موجود امريکايي عسکر اوس نېغ په نېغه طالبان په هدف کولی شي .

له دې وړاندې هغوې يواځې په هغه حالت کې طالبان په هدف کولی شو چې کله به د هغوې سره مخامخ وو يا به يې افغان اتحاديانو ته د تُندلارو نه کومه خطره ورپېښه وه .

د نوي واک تفصيل وړاندې کولو کې جنرال نکولسن تېر کال شمالي صوبه کندوز سقوط کېدل او هلته د روانې جګړې حواله ورکړه او ويې وئيل چې هلته امريکايي ځواکونه په دفاعي پوزيشن باندې وو ځکه چې واک يې محدود وو .

ولې د هغه په وينا امريکايي ځواکونو ته اوس داسې اصول ورکړی شوي دي چې د طالبانو په زيات خلاص مټ په هدف جوړولو اجازت ورته ورکوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG