لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هلمند هوايي بريدونو کې  ۵۰ وسله وال وژل شوي


دوه ورځې وړاندې هلمند صوبه کې د نېټوځواکونو هوايي بريدونو کې د څلورو پاکستانيو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي دي .
دوه ورځې وړاندې هلمند صوبه کې د نېټوځواکونو هوايي بريدونو کې د څلورو پاکستانيو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي دي .

د افغانستان جنوبي صوبې هلمند اميني چارواکو ويلي چې د صوبې مرکز لښګرګاه سره نزدې د باباجي، سنګين، نادعلي، مارجې او نهر سراج ضلعو کې تازه پوځي عمليات ترسره کړی شوي دي .

د هلمندد پوليس مشر جنرال (مل پاسوال) اقانور کينتور ويلي چې په دغو عملياتو کې د نړيوالو ځواکونو الوتکو د افغان ځواکونو ملاتړ کولو او په ترڅ کې يې نزدې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او د ۸۰ پورې نور ژوبل شوي دي .

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي چې دوه ورځې وړاندې هلمند صوبه کې د نېټوځواکونو هوايي بريدونو کې د څلورو پاکستانيو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي دي .

د راپور ترمخه د جمعې په ورځ ناوخته د نېټو الوتکو د مخدره توکو قاچاق کوؤنکو کاروان د پاکستان پولې ته نزدې د افغانستان بند تيمور سيمه کې په هدف کړی دی .

د پاکستان بلوچستان صوبې د چاغي ضلعې مرستيال کمشنر قادر پرکاني د اتوار په ورځ پخلی کړی چې په دغه هوايي بريد کې څلور پاکستاني وژل شوي د ي .

هلته د هلمند پوليس مشر کينتور ويلي " په تېرو ۴۸ ساعتو کې مو د دښمن ۵۰ تنه په هوايي بريدونو کې وژلي، د مارجې لار مو په بشپړه توګه پرانستې او د ضلعې زياتره برخې مو د دښمن د موجودګۍ نه پاکې کړي دي " .

هغه ويلي افغان ځواکونو مارجې د زياتو برخو نه وسله وال طالبان شړلي دي . راپورونه وايي دغه ضلع د تېرو نهو مياشتو راهسې په محاصره کې وه او د لښکرګاه پورې تلې لار يې هم د ټرېفک دپاره تړلې پرته وه .

د هلمند د پوليس مشر ويلي د دوې زيات انحصار (تکيه) په هوايي بريدونو ده " او نړيوال قوتونه موجود دي چې په هلمند کې راسره په ځمکنو عملياتو کې مرسته وکړي مونږ کوشش کوؤ چې په داسې ځايونو هوايي بريدونه وکړو چې عام خلک پکې اغېزمن نه شي او دښمن ته پکې قوي زيان ورسوؤ " .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG