لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ياسرشاه د کرکټ په نړيواله درجه بندۍ کې د سر بالرجوړ شو


ياسر شاه په کال۲۰۱۴م کې د خپل کيرئير پېل کړی او تراوسه پورې يې په ۱۳ ټيسټ مېچونو کې ۸۶ وکټې اخستي دي او دا هم په خپل ځاې يو ريکارډ دی .
ياسر شاه په کال۲۰۱۴م کې د خپل کيرئير پېل کړی او تراوسه پورې يې په ۱۳ ټيسټ مېچونو کې ۸۶ وکټې اخستي دي او دا هم په خپل ځاې يو ريکارډ دی .

د کرکټ نړيوال کونسل (ائي سي سي) د ټيسټ کرکټ د بالرانو په درجه بندۍ کې د پاکستان کرکټ ټيم ليګ سپنر ياسرشاه په وړومبي نمبر راغلی دی .

د خېبرپښتونخوا د صوابۍ سيمې سره تعلق لرونکی ياسرشاه د ائي سي سي په ۲۰ کاله موده کې د پاکستان وړومبی بالر دی چې په اول نمبر راغلی دی .

ياسرشاه له دې وړاندې د ائي سي سي په درجه بندۍ کې په څلورم نمبر ؤ.

ائي سي سي د نوې درجه بندۍ اعلان په داسې وخت کې کړی چې د اتوار په ورځ د پاکستان او انګلېنډ ترمنځ د څلورو ټيسټ مېچونو د سيريز په وړومبي مېچ کې ياسر شاه لس لوبغاړي اؤټ کړي او پاکستان په ۷۵ رنزونو دغه مېچ د انګلېنډ نه ګټلی ؤ .

د اتوار په ورځ د انګلېنډ په تاريخي لاړډز مېدان کې ياسر شاه د انګلېنډ په ضد وړومبي اننګز کې د ۷۲ رنزونو په سر شپږ او دوېم اننګز کې يې د ۶۹ رنزونو په سر څلور لوبغاړي اؤټ کړي وو .

د لسو لوبغاړو په اؤټ کولو ياسرشاه د مېچ غوره لوبغاړی هم ګرځول شوی ؤ .

ياسر شاه په کال۲۰۱۴م کې د خپل کيرئير پېل کړی او تراوسه پورې يې په ۱۳ ټيسټ مېچونو کې ۸۶ وکټې اخستي دي او دا هم په خپل ځاې يو ريکارډ دی .

له دې وړاندې په کال ۱۹۹۶م کې د ائي سي سي په نړيواله درجه بندۍ کې د پاکستان ليګ سپنر مشتاق احمد په وړومبي نمبر راغلی ؤ .

د ياسرشاه نه وروستو د ائي سي سي په درجه بندۍ کې د هند روي چندرن ايشون په دوېم نمبر او د انګلېنډ جېمزانډرسن په درېم نمبر دی .

د لوبو پوهان وايي ځوان ۳۰ کلن ياسر شاه دا وخت غوره بالنګ کوي که په ټيم کې ولوبيږي نو کولی شي چې خپل پوائنټونه نور هم سېوا کړي .

د ائي سي سي په درجه بندۍ کې د ياسر شاه نه علاوه د پاکستان بل بالر راحت علي په ۳۲م او محمدعامر دا وخت په ۹۳م نمبر دی .

د پاکستان د ټيسټ کرکټ ټيم کپتان مصباح الحق لارډز کې د سنچرۍ ( ۱۰۰) رنزونو جوړولو وروستو په درجه بندۍ کې نهم نمبر ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG