لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پځايې کوونکو ادارو ته دقام ملاتړ ترلاسه دى،اوباما


 قانون پځايې کونکې ورورولۍ ته ليکل شوي پرانستي خط کې ولسمشر براک اوباما ويلي دي چې” زمونږ قام درد کې تاسو سره دى، په پوليسوهر بريد بې جوازه او په مونږ ټولو بريد دى“
قانون پځايې کونکې ورورولۍ ته ليکل شوي پرانستي خط کې ولسمشر براک اوباما ويلي دي چې” زمونږ قام درد کې تاسو سره دى، په پوليسوهر بريد بې جوازه او په مونږ ټولو بريد دى“

دامريکا ولسمشر براک اوباما بيلا بيلو پيښو کې داتوؤ پوليس عسکرو دوژل کيدو په تناظر کې ټول هيواد کې دقانون پځايې کوونکو ادارو افسرانو ته باور ورکړى چې هغوي ته دټول قام ملاتړ ترلاسه دى.

قانون پځايې کونکې ورورولۍ ته ليکل شوي پرانستي خط کې ولسمشر براک اوباما ويلي دي چې زمونږ قام درد کې تاسو سره دى، په پوليسوهر بريد بې جوازه او په مونږ ټولو بريد دى

اوباما ويلي " مونږ به دې سخت وخت څخه په ګډه اوځو" هغه امريکا کې دميشتوو ژوند دټولو طبقو سره په تعلق لرونکو خلکو ټينګار کړى چې بايد په ګډه ټول دا خبره باوري کړي چې " زمونږ دبيلولو هڅې کوونکي بريالي نه شي"

دغه خط په ١٨مه جولا ئي ليکل شوى چې له دې يوه ورځ وړاندې دلوزيانا ايالت په بيټن روج سيمه کې درې پوليس عسکر وژل شوي وؤ.

روانه مياشت کې دټيکساس په ډيلاس ښار کې يو تن په ډزو سره شپږ پوليس عسکر وژلي وؤ.

امريکا کې دقانون دپځايې کوونکو ادارو يو استازي تنظيم نيشنل فريټرنل ارډر اف پوليس صدر چک کنټبرى دولسمشر اوباما ددغه خط ستاينه کړې او ويلي يې دي چې اوس به دقانون دپځايې کوونکو ادارو په مرسته کار کولى شي.

امريکا کې داوسنو اوونو په مهال دپوليسو لخوا په شکمنه توګه دتورپوستو وګړو دپه نخښه کولو په ضد په لويه پيمانه مظاهرې شوي او ولسمشر براک اوباما په ډاګه کړې چې دې لړ کې دخلکو باور پځايې کولو ته اړتيا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG