لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني کشمير:ټولټاکنو کې د (ن) ليګ اکثريت


 مسلم ليګ(ن) دپاکستان واکمن ګوند دى او په تاريخي توګه دپاکستان دانتظام لاندې کشمير کې هم هاغه ګوند ته برياليتوب ترلاسه شوى کوم چې واکمن وي.
مسلم ليګ(ن) دپاکستان واکمن ګوند دى او په تاريخي توګه دپاکستان دانتظام لاندې کشمير کې هم هاغه ګوند ته برياليتوب ترلاسه شوى کوم چې واکمن وي.

دپاکستان دانتظام لاندې کشمير کې دقانون سازې اسمبلۍ دټولټاکنو دغيرسرکاري نتيجو ترمخه پاکستان مسلم ليګ(ن) په واضحه اکثريت سره بريالى شويدى.

دزيارت په ورځ په ٤١ؤ چوکو ټولټاکنو لپاره ووټونه اچول شوي وؤ او دجمعې دورځې پورې مخې ته دراغلو غيرسرکاري نتيجو ترمخه مسلم ليګ(ن) په ٣١ چوکو ترلاسه کولو سره دغو ټولټاکنو کې مسلم ليګ (ن) ديواځيني اکثريتي ګوند په توګه مخې ته راغلى.

کشمير کې پخواني واکمن ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ ته درې او مسلم کانفرنس ته هم درې چوکۍ ترلاسه شوي ،پاکستان تحريک انصاف ته دوه، جموو او کشمير پيپلز ګوند ته يو او په يوه چوکۍ ازاد کانديد بريالى شوى.

مسلم ليګ(ن) دپاکستان واکمن ګوند دى او په تاريخي توګه دپاکستان دانتظام لاندې کشمير کې هم هاغه ګوند ته برياليتوب ترلاسه شوى کوم چې واکمن وي.

دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف لويې ناقد او دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل پيغام کې کشمير کې په ګټه مسلم ليګ(ن) ته مبارکي ويلې ده.

دا لمړۍ موقع وه چې دغه ټولټاکنې دپوځ په څارنه کې ترسره کړى شوې او په مجموعي توګه درايې اچولو پړاو کې کومه لويه بده پيښه نه ده رامينځته شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG