لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دداعش ځانمرګي بريدونو کې ٨٠ کسان وژل شوي،٢٣٠ ژوبل


Pope Francis twirls a soccer ball presented to him by a member of the Circus of Cuba, during his weekly general audience in the Pope Paul VI hall, at the Vatican.
Pope Francis twirls a soccer ball presented to him by a member of the Circus of Cuba, during his weekly general audience in the Pope Paul VI hall, at the Vatican.

دافغانستان د ولسي روغتيا وزارت ويلي دي دخالي په ورځ پلازمينه کابل کې داقليتي ورورولۍ هزاره داحتجاج په مهال شوؤ دوؤ ځانمرګي بريدونو کې لږ ترلږه ٨٠ کسان وژل شوي او ٢٣٠ نور ژوبل شويدي.

همدغه راز دافغانستان دکورنو چارو وزارت يو بيان کې ويلي ددغه بريد له امله ٨٠ کسان وژل شوي او ٢٣١ نور ژوبل شوي دي.

بيان کې ويل شوي دلمړو اطلاعاتو ترمخه دغه بريد ددريوؤ ځانمرګيانو لخوا ترسره چې پکې دريم بريدکوونکى دامنيتي ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوى.

دتندروه ډلې داعش سره تړلې خبري ادارې عماق ويلي ددغه بريد ذمه واري داعش قبوله کړې ده.

عماق ويلي دافغانستان (پلازمينه) کابل کې داسلامي امارت(داعش) دوو جنګيالو دشيعه ګانو په يوه اجتماع کې ځانونه الوځولي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد سره دلاتعلقۍ څرګندونه کړې ده.

صدارتي ماڼۍ کې يوې غونډې ته دوينا په مهال افغان ولسمشر اشرف غني بريد کې دککړو مجرمانو دقانون منګولو ته دراکش کولو ژمنه وکړه او داتوار ورځ يې دملي ماتم ورځ اعلان کړه.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني ددغه چاودنې غندنه کړې او يلي يې دي پرامنه احتجاج دهر وګړي حق دى خو موقع پرست ترهه ګر دغه رقم بريدونه ترسره کوي او اولسي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي

دپوليسو وينا ده چې کابل کې دغه چاودنه دکابل په دهمزنګ سيمه کې شوې ده

دمظاهرې منتظم جواد نجي ددغه چاودنې په اړه خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي” زه دخلکو دګڼې ګوڼې په مينځ کې وم چې نزدې يوه درنه چاودنه وشوه، ګڼ شمير خلک وژل شوي يا ژوبل شوي دي

په افغان تيليويزيون ښودل شوي فوټيج او دټولنيزو رابطو په ويب پاڼو اچول شوو عکسونو کې په لويې شمير کې مړي ليدل کيږي.

کابل کې دپاورلا ين پسرکيدونکې دغه مظاهره کې هزاره سياسي مشرانو ګډون کړى، دمارچ په مهال مظاهرينو دافغان ولسمشر اشرف غني او چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله په ضد نعرې وهلې او ويل يې چې ټول افغانان يو دي.

دروغتيا دوزارت وياند محمد اسماعيل وينا ده چې مړه او ژوبل کسان روغتون ته رسول شويدي.

دغه مظاهرينو دترکمانستان څخه کابل پورې دغوړول کيدونکي پينځوو سو کلو واټو دبجلۍ دټرانسميشن لاين دهاغو دوو ولايتونو څخه دتيرولو غوښتنه کوله چرته چې په ګڼ شمير کې هزاره ورورولي ميشته ده.

خو حکومت دريځ لري چې ددغه لارې څخه دټرانسميشن لا ين تيرولو کې به نه يواځې دا چې دمنصوبې په لګښت دلکونو ډالرو اضافه کيږي بلکې ددې بشپړيدو کې به هم څو کلونه وخت لګيږي کوم چې دانرژۍ دسخت ضرورت لرونکي دغه هيواد لپاره مناسبه نه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG